کور / تازه خبرونه / وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د یوه لوړ پوړي طالب
قوماندان په ګډون دولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،نرخ،جلریز او چک ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یوه لوړ پوړي قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي،شپږ ټپیان دي او یو ملکي وګړی او يو د ملي اردو عسکر ټپي سوي دي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.