کور / تازه خبرونه / په سپين بولدک کي پراخ چاڼيز عمليات پيل سول

په سپين بولدک کي پراخ چاڼيز عمليات پيل سول

د ګډو افغان ځواکونو لخوا د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالي کي پراخ چاڼيز عمليات پيل سوي ترڅو د ډيورنډ کرښي سره نژدې د وسلوالو مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي.

په دي هكله د كندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د خبر په حواله ويل سوي چي دغه چاڼيز عمليات نن سهار د يادي سوي ولسوالۍ د سپين کارېز په سيمه کي پيل سوي او هدف يې د مخالفينو له منځه وړل او د هغوى د حاميانو نيست او نابود کول دي.

امنيتي چارواكو ويلي چي ياد سوي چاڼيز عمليات به د څو ورځو لپاره دوام پيدا کړي او پرمهال به يې هغه ساحې،چي پکښي کله ناکله د مخالفينو حضور محسوسېدى په بشپړه توګه تصفيه سي.

د چارواكو په وينا وسلوال مخالفين ډېر وختونه د ډيورنډ پولي له هغي غاړي را اوړي او دلته د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو له بريد کولو وروسته د پاکستانيو پوله ساتو په مرسته تر پولي اوړي او په خوندي ځايونو کي پټيږي.

د امنيتي چارواكو د مالوماتو پر اساس ويل سويدي چي په دغو عملياتو کي چي نن سهار د چټک غبرګون د قطعې او سرحدي پوليسو لخوا په ګډه پيل سوي تر دې دمه هيڅ راز وسلوال مقاومت نه دى سوى او ولسي خلکو په پراخ تندي سره د امنيتي ځواکونو سره همکاري کړې ده.