زرګونه کندهاريانو نن په دغه ولايت کي د هغو پنځو زرو افغانانو روحونو ته د خوښۍ او مغفرت دوعاوي وکړې، چي د ثور تر توري کودتا وروسته د کمونسټي رژيم پرمهال وژل سوي ول.
د ذکر سوو پنځه زره افغانانو د فاتحې ادايني مراسم د ښار او اکثرو ولسواليو د مساجدو ترڅنګ په ولايتي شورا کي هم جوړ سوي ول، چي د کندهار والي په شمول د ټولي دولتي ادارې رئيسانو او سلګونه ښځينه او نارينه کندهاريانو هم ګډون کړى و.
د فاتحې په ننيو مراسمو کي يو شمېر جهادي قومندانانو، ديني عالمانو او قومي مخورو خبري هم وکړې او له دولته يې وغوښتل چي ددې غميزي عاملين او قاتلين دواړه په سزا ورسوي.
دغو مشرانو او قومندانانو پر ټولو افغانانو ږغ وکړى، چي نور د سولي، اتحاد او يووالي لپاره لاسونه سره ورکړي او څوک پرېنږدي، چي يو ځل بيا ددوى وروڼه، زامن او پلرونه قتل عام سي.
په مساجدو او ديني مدارسو کي د فاتحې ادايني او دوعاوو ويلو ترڅنګ په ټولو دولتي دوايرو او رياستونو کي د افغانستان ملي بيرغ د ماتم په هدف نيمه ځوړند و او دغه چاره به د يوې بلي ورځي لپاره هم ادامه پيدا کړي.
په افغانستان کي د ثور تر کودتا وروسته د کمونسټي رژېم پرمهال د وژل سوو ٥ زره بې ګناه افغانانو نومونه څه کم دوې اوونۍ وړاندي د يوې هالنډۍ څارنوالۍ لخوا خپور سو، چي وروسته د افغان ولسمشر د حکم سره سم په ټول هيواد کي دوې ورځي ملي ماتم اعلان سو.