کور / تازه خبرونه / سرحدي زون: د هلمند جنوبې ولسوالۍ د طالبانوله شتونه پاکې سوې

سرحدي زون: د هلمند جنوبې ولسوالۍ د طالبانوله شتونه پاکې سوې

په هلمند کې د شپږم سرحدي زون رئيس ارکان سمونوال حمیدالله ( صدیقي ) وایې د سنبلې پر ۱۶ پیل سوي عملیات نن د میزان پر ۸ پایته ورسیدل .
دا عملیات چې په ګرمسیر ولسوالۍ کې يې مشري ملي اردو کوله د ګرمسیر ولسوالۍ ، درویشانونه ،بیرتاکه ، سفار ، لکړۍ ، بنادرونه ، دورزی ، وزیر آباد او شیشکی سیمي يې د طالب وسله والو له شتون څخه چاڼ کړې .
رئیس ارکان وایې تر ګرمسیر ور اخوا د خانشین ولسوالۍ د کلای نو ، خیرآباد ، ګردۍ ، کړم ، مرغۍ ، شبو ، دیشو ، بلوڅانو ، شینه کلا ، تاغز ، ریګی ، ریګ مامون ، سره کلا ، ملخان او پایګل سیمو کې سرحدي پولیسو مشري کوله .
ښاغلي صدیقي زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې يې د دُښمن څخه یوولس تنه وژلي چې د دوو تنو جسدونه د جګړې پر ډګر ورځني پاته سوي او د دوی لاس ته ورغلي .
هغه ډیروي چې د یوه طالب قوماندان جسد يې مرکز لښکرګاه ته رالیږدولي ، چې څه موده وړاندي یې رسنیو ته وښود ، خو د دویم جسد ډیر خراب سوی ؤ چې هلته يې دفن کړ .
په دې چاڼیزو عملیاتو کې پر دې مرګ ژوبلي سربیره ، دوه موټر سایکلونه ، اتیا (۸۰) کړۍ د وسایطو او پرسونل ضد ماینونه ، یو میل ۶ ډزی ، یو میل آر ، پې ، جي ، اوو ۷ راکټ ، دوې د راکټ مرمۍ او یو شاجور د سرحدي پولیسو لاسته ورغلي .
هغه وايې دا سیمي هم د وسله والو د تګ راتګ لاره وې او هلته ډیری لارې وې چې دا ښپږ میاشتي د سیمي د خلکو پر د څه مودې راهیڅې تړل سوي وې چې اوس د دوی د عملیاتو په پایله کې د ولس د تګ راتګ په پار ایله سوې .
دا عملیات چې ملي اردو ، ملي پولیسو او سرحدي ځواکونو پر مخ وړل د هلمند ولایت جنوبي ولسوالۍ چې د اوږد سرحد لرونکي دي له پاکستان سره تر چاڼ وایستې .
په چانیزو عملیاتو کې ؤ افغان پوله ساتونکو ځواکونو ته هیڅ ډول زیان ندی رسیدلی .