کور / تازه خبرونه / د افغانستان سوله له چین سره هم تړاو لري

د افغانستان سوله له چین سره هم تړاو لري

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو له امریکا او چین سره د تړونونو او په افغانستان کې د انتخاباتو لپاره د ایتلافونو د جوړېدو په ستونزو لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د امریکا مرستیال دفاع وزیر څخه په نکل لیکي، له کابل سره پر امنیتي تړون هوکړې ته نه رسېدل، غمیزه ده.

ویسا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، ایا امریکا افغان لوري ته دا تضمین ورکولای شي ، چې له تړون وروسته به ګاونډیان په افغانستان کې لاس وهنه نه کوي او په افغانستان کې به امنیت راځي؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته ځواب ویلي او وړاندې یې لیکلي امریکا افغان لوري ته نه د مالي مرستو شفاف تضمین ورکوي او نه د امنیت.

د لیکوال د معلوماتو له مخې که د کابل او واشنګټن ترمنځ په لاسلیک کېدونکي تړون کې تضمین نه وي موجود په زغرده وایو چې؛ بې قید او شرط تړون د امریکا په ګټه دی، نه د افغانستان.

هشت صبح ورځپاڼه لیکي، له امریکا سره امنیتي تړون طالبانو ته ښکاره پیغام ورکوي، چې یواځې له افغان دولت سره د سولې لار په مخکې لري.

هېواد دولتي ورځپاڼې له افغانستان سره د چین مهم تړونونو ته اشاره کوي او لیکي له یاد هېواد سره تړونونه د افغانانو ښه راتلونکې تضمینوي.

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې په افغانستان کې د چین پانګونه افغان ولس ته اقتصادي پیاوړتیا وربخښي او هم یې له امنیتي ننګونو څخه ژغوري.

بلې دولتي ورځپاڼې انیس په خپله سرمقاله کې لیکلي د افغانستان سوله له چین سره هم تړاو لري.

د سرمقالې د لیکوال په اند کله چې؛ چین په افغانستان کې پانګونه کوي،نو مجبور دی چې د خپلو پانګوالو امنیت خوندي کړي نو ویلی شوچې دا کار به په افغانستان کې د امنیت په خوندي کولو کې مرسته وکړي.

بل خوا بیا د وو خپلواکو ورځپاڼو سرنوشت او ماندګار په افغانستان کې دانتخاباتو لپاره د ایتلافونو د جوړېدو پر ستونزو لیکني اوتبصرې کړې دي.

مانده ګار ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي د اپوزیسیون ترمنځ اختلاف د حکومت کار دی.

د مانده ګار په سرمقاله کې راغلي داسې ښکاري چې؛ د انتخاباتي اتحاد دغړیو ترمنځ اختلاف او ستونزې د حکومت په ګټه دي.

د لیکوال په اند که وضعه همداسې دوام وکړي نو دانتخاباتو د ترور موضوع رامنځ ته کیږي او بیا به دهیچا په ګټه هم نه وي.

سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقالې کې لیکلي د انتخاباتي اتحاد د غړو ترمنځ اختلافاتو هرڅه روښانه کړل،د لیکوال په باور له دې اتحاد څخه د قومي سیاست اونفاق بوي راځي.

د لیکوال په اند په رښتیا هم درد ونکې ده ،چې افغانستان دې دغه ډول سیاستوالو په لاس کې وي.

د سرنوشت د سرمقالې لیکوال په افغانانو په ځانګړې توګه پرځوانانو غږ کوي چې نور دغه ډول کسان څنګ ته کړي او نوی نسل دې رامخکې شي ولس دې یې ملاتړ وکړي ،ترڅو افغان ولس له دغو څو سیاسي سوداګرو څخه خلاص شي.