د کندهار ولايت د کليو د بيا رغوني او پراختيا رياست لخواد ارغنداو ولسوالۍ په مرنجان، جازه، دلاورخان کلاچه، مزره عباس او نوې مزرع سيمو کي د پنځو پرمختيايي پروژو کار پيل سو.
د ارغنداو ولسوالۍ په يادو سيمو کي ددغه ولسوالي د کليوالي پرمختيايي شوراګانو لخوا څخه د پنځو پلچکانو د جوړېدو پشنهاد سوي و چي د کليو د بيا رغوني او پراختيا رياست لخوا منظور سوي او تېره ورځ يې د جوړېدو کار پيل سو.
ياد پنځه پلچکان به د څلور نيم ميلونه افغانيو په لګښت د دريو مياشتو په موده کي جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل سي او ټول مالي لګښت يې د SIKA ياد کليو د پراختيا د پروګرام له لاري ورکول کيږي.
د ارغنداو ولسوالۍ ولسوال حاجي شامحمد احمدي ددغو پروژو د کار په پيل کېدو خوښي وښوده او د نورو همکاريو غوښتنه يي کول او همدارنګه نوموړي د پروژو د شفافيت په هکله هم ټينګار وکړي.
د SIKA يا د ثبات او کليو پراختيا پروګرام د ولسوالۍ د پرمختيايي او د کليو د پرمختيايي شوراګانو سره په ګډه کارکوي تر څو ددوي د سيمي د بې ثباتۍ عوامل په نښه او حل لاري ورته پيدا کړي.