کور / تازه خبرونه / کندهار : د ٧ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

کندهار : د ٧ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

نن د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کي دچاڼيزو عملياتو پرمحال د ملي پوليسو له خوا ٧ تنه مشکوک افراد نيول سوي دي.
نوموړې افراد د يادې ولسوالۍ د شاولي کاريز په ساحه کي د ملي پوليسو لخوا نيول سوې دي، چې يادو پوليسو د دغه عملياتو پر مهال (٢) پايي ټليفونونه هم د نوموړو افرادو څخه تر لاسه کړې دي.
دغه افراد عدلي او قضاېي ارګانو ته سپارل سوي دي، چې دا مهال تر تحقيقاتو لاندې دي او د دوى څخه پوښتني او ګروېږني راوانې دي څو ياد افراد دکومې مخالفې ډلي سره تړاو او په دغه سيمه کي په ورانکاريو د دوى لاس درلودل يا نه در لودل څرګند سي.