کور / تازه خبرونه / پېښور: بمي بريدونوپه يوه اونۍ كې تر۳۶۰زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

پېښور: بمي بريدونوپه يوه اونۍ كې تر۳۶۰زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په پېښور كې يوې زورورې بمي چاودنې په داسي حال كې تر سلو زيات كسان وژلي او ټپيان كړي دي چې په روانه اونۍ كې په دغه ښار كې دريو بمي چاودنو تر درې سوه شپېته زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او د ځاني زيانونو ترڅنګ ډېرى مالي زيانونه يې هم اړلي دي.

نن د يك شنبې په ورځ د سپټمبر د مياشتې په نهه ويشتمه نېټه د ورځې د يوولسو بجو په وخت د پېښور ښار په قصه خوانۍ بازار كې د كابلۍ ټاڼې په سيمه كې په ولاړ موټر كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكيو توكيو له امله يوه زوروره بمي چاودنه رامنځ ته شوه، چې د يوې كورنۍ د پنځلسو تنو په ګډون تر سلو زياتو كسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د دولتي چارواكيو په وينا په دغه چاودنه كې تر اوسه پوري دره دېرش تنه وژل شوي او تر اويا زيات نور ټپيان دي، د پېښور كمشنر صاحبزاده انيس د يادو كسانو د تلفاتو خبره مني او وايي: په دغه پېښه كې تر دوه سوه كيلو ګرامه پوري چاودېدونكي توكي كارول شوي دي او دا چې په دغه پېښه كې د وژل شويو كسانو په شمېره كې نور هم زياتوالى راتلى شي، ځكه چې په ټپيانو كې هم د ځينو حالت مرګونى بلل كېږي:

كه صاحبزاده انيس د وژل شيو كسانو شمېره دره دېرش تنه يادوي، خو ازادې رسنۍ دغه شمېره د اووه ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون اووه دېرش تنه ښيي او وايي: تر اويا تنه زيات نور يې ټپيان كړي هم دي، كه تر دې پخوا په پېښور او ډېرى نورو سيمو كې د دغه ډول پېښو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخسيته خو د دغه پېښې په اړه هغوى ځينو رسنيو ته بې خبري ښوودلې ده او ويلي دي چې هغوى له دغې چاودنې سره هيڅ تړاو نه لري.

نننى بمي بريد په داسي حال كې ترسره كېږي چې په پېښور كې يو ځل بيا د ترهګريزو پېښو لړۍ تېزه شوې ده او دا په روانه اونۍ كې دريمه لويه پېښه ده چې رامنځ ته كېږي، د تېرې يك شنبې په ورځ د پېښور ښار په كوهاټۍ دروازه كې د عيسايانو په كليسا كې دوو ځانمرګيو بريدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه سوه څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله، چې څلور اتيا يې وژل شوي او يوسل شل تنه نور په كې ټپيان ول.

له دغې پېښې څخه څلور ورځې وروسته د پېښور او چارسدې په منځ د ګل بېلې په سيمه كې د دولتي مامورینو په بس موټر كې بله چاودنه رامنځ ته شوه، چې پنځه پنځوس كسانو ته په كې مرګ ژوبله اوښتې وه په دغه پېښه كې هم نولس تنه وژل شوي او پنځه دېرش نور ټپيان ول او د نننۍ پېښې يوسل لس تنه يې هم د يادولو وړ دي.

په خيبرپښتونخوا كې چې د پاكستان تحريك انصاف عمران خان ګوند ورباندې حكمراني كوي اولسي وګړي زيات ورڅخه خوابدي او ناراضه دي او وايي: عمران خان تر ټاكنو وړاندې له اولس سره ژمنه كړې وه چې كه پر سر د اقتدار راشي نو د هغوى د ټولو غوښتنو د منلو تر څنګ به په هيواد كې ترهګري هم پاى ته رسوي، خو داسي ښكاره كېږي چې عمران خان هم په دې كار كې پاته راغلى دى او هسې د خولې خبرې وې چې رايې يې ترلاسه كولې.

ځيني سياسي ګوندونه په پاكستان كې د پرتو قامونو تر منځ توپير ته د مور او ميرې د سلوك په سترګه ګوري او وايي: په پېښور او نوره پښتني سيمه كې دغه ډول پېښې رامتځ ته كېږي خو لاهور خوندونه اخلي، د عوامي نيشنل ګوند يو مشر سناتور نبي بنګش وايي پنجاب محفوظ دى خو په نور پاكستان كې اور بل دى، سناتور نبي بنګش زياتوي دولت او استخباراتي كړيو له يو بل سره هوكړه كړې ده چې دوى به په پنجاب او لاهور كې څه نه كوي نور دي نو ټول پښتون په اور كې سوځېږي.

دغه چاودنې په داسي حال كې رامنځ ته كېږي چې پاكستان غواړي يا خو له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې خبرې پيل كړي او يا هم د هغوى په وړاندې كوټلي ګامونه پورته كړي، له تېرو څو ورځو څخه د پاكستان سياسي، پوځي او استخباراتي مشران له يو بل سره په خبرو اترو بوخت دي او لاره څاري چې څنګه وكړل شي طالبان د خبرو له پاره راضي كړي.

خو ځيني سياسي شنونكي د دولت او وسله والو ترمنځ د روغې خبرې ناشونې بولي او وايي مشروط مذاكرات د هغوى ترمنځ كله هم بريالي كېدى نه سي، حكومت له وسله والو غواړي هغوى دي اساسي قانون ته غاړه كښېږدي، وسلې دي وسپاري بيا ورسره خبرې كوو، طالبان وايي لومړى دي زموږ ټول بندي ملګري خوشي سي نو بيا مذاكرات كېدى سي.
سياسي مبصرين د طالبانو دې كړنو ته هم د شك په سترګه ګوري او وايي: كه يې مذاكراتو ته زړه غواړي نو ولي يې ملګري او يا هم د دوى تر واك لاندې ډلګګۍ په هيواد كې په دومره سترو ترهګريزو بريدونو لاس پوري كوي چې د يوې كورنۍ پنځلس تنه په كې وژل كېږي.