کور / هراړخیز / کافر نسم چي ووایم !

کافر نسم چي ووایم !

د شوووي تر اشغال وروسته د مقدسو ارزښتونو او د هېواد د ساتني په موخه په ټول هیواد کښي د شوروي اشغالکرو پر ضد افغانانو مقدسه غزا پیل کړه.
په یاده غزا کښي په میلینونو افغانان شهیدان،معیوب،ښارونه کلي،بانډونه،زراعت مالداري د خاورو سره خاوري سوه.
هېواد ټوک ټوک او په سرو ویوه رنګ سو،هغه د روسانو او د مجاهدینو صاحبانو د جګړې لاس وهني او ترویج دی چي نن افغانان د غم پر ټغر ناست او هره ورځ یې بچیان په بمبارۍ،چاپو،سړک غاړي بمونو او ځانمرګو بریدونو کښي په شهادت رسول کیږي.

مجاهدینو که له یوې خوا د وخت د شوروي اتحاد د لښکرو سره ښه په افغاني غیرت او مړانه غزا وکړه،نو له بله اړخه یې په هېواد کښي داسي مداخلو او لاسوهنو ته لاره خلاصه کړه چي اوس یې وضعه د دوی تر قدرت او ذهنیت اوچته ښکاري.
افغانستان د نړی د سترو ځواکونو یاني شرق او غرب ترمنځ دساړه جنګ په مهم ترین میدان بدل سو.
د یوه اړخه د امریکا،غربي نړۍ او اسلامي نړۍ،پاکستان او ایران استخباراتي مسلسلي مداخلي او ډول ډول پوځي،ملکي،سیاسي،اقتصادي،کلتوري او فرهنګي تجاوزونه جریان لري،او د بله اړخه د مجاهدینو مصلحتي او جهادي نظام پر مظلوم او بیچاره ولس دوام لري.
امریکایانو خپل حریف د وخت شوروي اتحاد مات کړ،پاکستان د افغانانو د جهاد په برکت خپل هېواد د راتلونکي حتمي حملي څخه خلاص کړ او د اټومي طاقت لرونکی هېواد بلل کیږي.
ایران هم د افغانانو حکومتونه په مسلسل ډول کمزوري او بي واکه کړل چي اوس حکومتونه د ایراني پلوه اقلیتونو د مشرانو او د ایران د نورو ایجنټانو په واسطه اداره کیږي.
د افغانانو د جهاد په برکت شرقي اروپا هېوادونه د شوروي د امپراطورۍ د استعماري جوغ څخه خلاص سول.

افغان ولس د سر او مال په قربانۍ اوس د یو کمزوره او یو مصلحتي حکومت په لرلو سره په سیمه کښي د یوه غیری پښتون نظام درلودونکۍ دی.
د پښتنو سیاسي مشرتوب اوس نه د سیمي استخباراتي کړۍ منلای سي او نه یې سیاسي اقلیتونه چي د دقدرت وږي او تږي دي مني.
او په ډیر تآسف باید وویل سي چي هغه تش په نامه ګوندونه او سیاسي حرکتونه چي په هېواد کښي سیاسي فعالیتونه او حرکتونه کوي نه کمه خاصه ملي ستراتیژي لري او نه کمه خاصه ملي او د ولس په ګټه پالیسي لري.
په منطقه کي د پښتنو رول ته اوس کمه خاصه پاملرنه نه تر سترګو کیږي.

آسیا یک پیکراب وګل است
درین پیکر ملت افغان دل است
از کشاد او کشاد آسیا است
از فساد او فساد آسیا است
………………………………………………………………………………….
د سرلوړي او ودان افغانستان په لور…