په روزګان کي ماين چاودني دوه ولسي وګړي ووژل.
د روزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کي د ولسي وګړو پر موټر بمي چاودنه سوي او په ترڅ کي يې دوه تنه ملکي کسان وژل سوي دي .
دا بمي چاودنه د خاص اروزګان ولسوالۍ د سرتنګي په سيمه کې نن شنبه سهار شاوخوا نهه بجي سوي کله چې د ملکي خلکو په يوه ټونس موټر کي د سيمي څخه د تيريدو په حال کي وه.
د روزګان د امنيه قومندانۍ وياند فريد عايل وايې چې موټر ټونس وو او دواړه وژل سوي کسان د پاخه عمر کسان دي.
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .