وسله والو طالبانو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د محلي پوليسو پر دوو امنتي پوستو بريدونه کړي دي .
بريدونه تيره شپه دوې بجې د دې ولسوالۍ د ژوندو هديرو په سيمه کي سوي دي .
را رسيدلي معلومات وايې چې وسله والو طالبانو پر يوه پوسته له ليري ډزي کړي دي او دوهمي ته ننوتي دي چې يو رنجر موټر يې هم سوځولی دی .
د ارغنداب ولسوال شامحمد احمدي د پيښي د پخلي تر څنګ وايې چې په بريدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو يوه امنتي سرچينه وايې چې دوه سيمه ايز پوليس ټپيان سوي دي .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ارغنداب د کندهار تر ټولو ولسواليو باامنه او ارامه ده .