د هلمند په نادعلي ولسوالى كې د يوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره كيښودل شوه
ياده شوې ډبره د چهارشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند
والي الحاج محمد نعيم اوددې ولسوالى مسؤلينوگډون درلود كيښودل شوه.
ددې مراسموپرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې ياده شوې ودانۍ د
نادعلي ولسوالۍ د نورزوپه كلي كې د نړيوال بانك په مالي مرسته د ۹۰ زره
امريكايي ډالروپه لگښت د اتومياشتوپه اوږدوكې چې لس درسي خونې،دوې
اداري،دوې د كمپيوټرخونې اومجهزتشنابونه اونورملحقات يې په پام كې نيول
شوي دي جوړيږي.
د نوموړي په وينا چې دا ودانۍ د پوهنې وزارت د ملي پرختيايي پروگرام لخوا
جوړيږي چې دا پروگرام ددې ولايت په نادعلي،مارجې اوناوې ولسواليوكې پلى
كيږي.
هغه د سيمې له اوسيدونكووغوښتل چې خپل نارينه اوښځينه ماشومان ښوونځيوته
وليږي اوددې ترڅنگ د ښوونځيوپه ساتنه كې خپله همكاري نوره هم زياته كړي
ترڅوټولنه موپه پوره توگه لوستې اوشته ستونزوته چې اوس مهال د بيسوادى له
امله شتون لري د پاى ټكى كيښودل شي.