کور / تازه خبرونه / داوبو او بریښنا وزارت یو لړ قرار دادونه لاسلیک کړل.

داوبو او بریښنا وزارت یو لړ قرار دادونه لاسلیک کړل.

نن داوبو او بریښنا وزیر جنرال اسماعیل په کابل کې د ۶۶ میلونو ډالرو په ارزښت د یو لړ پروژو قرار دادونه د خصوصي سکټور له شرکتونو سره لاسلیک کړل.
پدغه پروژو کې دسیدانو دتنګي په سیمه کې د شاتوت د بند مطالعه هم شامله ده چې د یوی ایرانۍ کمپنۍ له خوا به دیو اشاریه اته میلونه ډالرو په ارزښت په اتلسو میاشتو کې بشپړه کړي.
دا ډول د اوبو او بریښنا وزیر وویل چې دوهم قرارداد یې هم لاسلیک کړی چې له مخې به ۵۴ ملیونه ډالره پری ولګول او شپیته ملیونه لیتره ډیزل تیل به پری واخیستل شي، د بریښنا وزیر ویلي چې ددغو ډیزلو تیلو په ترلاسه کولو سره به دکابل په ښار او ځینو ولایتونو کې د بریښنا د نشتوالي ستونزه تر یوه بریده اواره شي.