په میدان وردګو ولایت کې د انټرکلب په نوم د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې .
د کرکټ دغه سیالۍ چې د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د دولس
لوبډلو ترمنځ چې د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو لوبډلې په کې برخه لري،د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوې .
د میدان وردګو ولایت د کرکټ مسؤل ناصر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: دغه سیالۍ به اته ورځې دوام وکړي او هره ورځ به دوه،دوه سیالۍ د لوبډلو ترمنځ ترسره شي،چې د دغه سیالیو موخه د هېواد په کچه انټرکلب سیالیو کې د بریالۍ لوبډلې ګډون دی.
د میدان وردګو ولایت سکتوري رئیس غزني ګل ځاځي چې د ولایت مقام په استازۍ یې خبرې کولې وویل: لوبغاړي دي،چې د سولې او خوښې خبرونه موږ ته راکوي.
ده وویل: په میدان وردګو ولایت کې ټولو لوبو ته ځانګړې پاملرنه شوې،چې اوس مهال د کرکټ یو نړیوال لوبغالی هم منظور شوی،چې ډیر ژر به یې عملي چارې پیل شي.
ښاغلي ځاځي له ټولو لوبغاړو غوښتنه وکړه،چې د لوبې ترسره کولو پرمهال له غوره اخلاقو څخه کار واخلي او یواځې،یواځې د خپلې بریا په فکر کې ووسي .
ده ژمنه وکړه،هغه لوبډله چې د دغه سیالیو اتلولي ترلاسه کړي،د ولایت مقام له لورې به ورته ځانګړې ډالۍ ورکړل شي