کور / تازه خبرونه / د وردکو دجغتو په ولسوالۍ برید شوی.

د وردکو دجغتو په ولسوالۍ برید شوی.

د وردکو ولایت د جغتو په ولسوالۍ تیره ورځ وسلوالو طالبانو برید کړی او له پولیسو سره یې څو ساعته نښته کړې، دورکو ولایت چارواکو رسنیو ته ویلي چې وسلوالو برید تیره شپه کړې او پدی برید کې یې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی ، خو دوی بیا وايي چې ولسوالۍ ته کوم زیان ندی رسیدلی ، سیمیزو خلکو هم دا رپورټونه تایید کړي بل لورته د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته ویلي چې برید د دوی جنګیالیو کړی او پنځه پولیس یې وژلي او دوه د رینجر موټر یې ویجاړ کړي.