کور / تازه خبرونه / سوله او پخلاينه عملي کار او زياتو هلو ځلو ته اړتيا لري

سوله او پخلاينه عملي کار او زياتو هلو ځلو ته اړتيا لري

د کندهار يو شمېر قومي مشرانو او مخورو د يوې غونډي په ترڅ کي د سولي او پخلايني د پروسي د چټکتيا لپاره د عملي کار او زياتو هلو ځلو د تر سره کېدو غوښتنه وکړه.
د کندهار په پنجوايي اولسوالۍ کي د سولي او ملي پخواني د اوونۍ د لمانځني د لړۍ په ترڅ کي يوې جوړې سوي غونډي ته د خبرو پر مهال د يادي ولسوالۍ قومي مشر او د شورا غړي حاجي عبدالغني چي د يو شمېر قومي مشرانو او مخورو په استازيتوب يې خبري کولې وويل، سوله او پخلاينه په خبرو نه رامنځته کېږي بلکي عملي کار او زياتو هلو ځلو ته اړتيا لري.
په ياده غونډه کي د پنجوايي ولسوالۍ د ګڼ شمېر علماوو، سپين ږيرو او قومي مشرانو تر څنګ د سولي د ولايتي شورا غړو او د کندهار د ځينو نورو ولسواليو قومي مشرانو هم ګډون درلود.
که څه هم د پنجوايي ولسوالۍ د سولي ولايتي شورا غړي حاجي فضل محمد اسحاق يادې غونډي ته د خبرو په ترڅ کي د سولي بهير ښه وباله خو ټينګار يې وکړ چي په دې برخه کي بايد نور هم هلو ځلو او عملي کار ته پاملرنه زياته سي، تر څو مثبتي پايلي يې ډېرې سي.
دپنجوايي ولسوالۍ، دسولي ولايتي شورا غړي حاجي فضل محمد اسحاق هم په ياده ولسوالۍ کي دسولې پروسې سره دمروروخلکو ديوځای کېدو بهير ښه وباله او تر څنګ يې دسولي عالي شورا دپرمختيايي پروژو له پلي کېدو څخه،چي دولسوالۍ په مرکز کي دديني زده کړو،د دارالحفاظ د ودانۍ ترميم او په شيخ قلندر کلي کي ديوه مسجد اساسي جوړول وه ستاينه وکړه او د نورو پرمختيايي پروژو د منظورېدو غوښتنه يې وکړه.
د غونډي تر پای ته رسېدو وروسته دغونډي برخه وال ددې ولسوالۍ دشيخ قلندر کلي ته ولاړل او د سولي د عالي شورا په مالي لګښت د جوړ سوي مسجد چي پر يووخت پکي د ٢٠٠ تنو د لمونځ کولو ظرفيت لري پرانيستنه هم وکړه.