اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې پاکستان کې چارواکي وايي، د طالبانو دویم مشر ملا عبد الغني برادر یې خوشی کړی دی. نوموړی ۲۰۱۰ کال کې کراچۍ ښار کې نیول شوی وو. خو له طالبانو سره د خبرو اترو پیلولو د هڅو په موخه خوشی شو.افغان حکومت تمه لري، چې نوموړی په هېواد کې د سولې په ټینګښت کې مرسته کولای شي.نوموړی ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له لوري د طالبانو له پښو غورځېدو وروسته د دغه تحریک د یاغیتوب مهم او مرکزي شخص بلل کېده.اسلام اباد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه مسوول عمر حامد، رویټرز خبري اژانس ته وویل کراچۍ کې د د برادر د درې نیم کلن زندان په اوږدو کې افغان حکومت د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کوله.تر اوسه معلومه نه ده، چې نوموړی به له خوشي کېدو وروسته چېرې لاړ شي، ښايي ملا برادر، یوه دریم هېواد ته “احتمالاً متحده عربي اماراتو ” ته لاړ شي.ملا برادر له هغه وروسته د طالبانو د ډلې له مهمو کسانو شو چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ. نوموړی په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو.ملا برادر یوازینی هغه کس دی چې پاکستان او افغانستان دواړه باور کوي چې ښايي طالب جنګیالي د سولې بهیر ته و هڅولی شي.