کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني يو زده کوونکى وژلى

د ماين چاودني يو زده کوونکى وژلى

په میدان وردګو ولایت کې د ماین چاودنې د دریم ټولګي زده کوونکی وژلى او د هغه بل ورور ئې ټپي کړى دئ.
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د خانخیلو بازار په سیمه کې يو ځاى پر ځاى سوى ماين پر يوه دوو زده کوونکو چاودلى چي يوه ئې پکښي خپل ژوند له لاسه ورکړى او بل پکښي ټپي سوى دئ.
په دې اړه لراوبر ته وردګو ولايت څخه يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادي پېښي دپخلي ترڅنګ ويل سوي چي نوموړى زده کوونکى ضياء الرحمن نومېږي او عمر ئې شاوخوا نهه کاله وو.
خبرپاڼي دا کار د وسله والو طالبانو بللى خو خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.