په میدان وردګو ولایت کې د سولې،ملي یوالې ا وشهیدانو اونۍ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د سولې ولایتي شورا له لورې د سولې،ملي یوالې او شهیدانو اونۍ د یوې غونډې په ترڅ کې چې د دغه ولایت سرپرست والي،امنیت امر،د ولایتي شورا مرستیال،د بېلابېلو شوراګانو
مشرانو،عالمانو،جهادي او قومي مشرانو، ځوانانو او میرمنو په کې ګډون کړی وو.
غونډې ته د میدان وردګو ولایت سرپرست والي حاجي پیرمحمد امرخیل کوچي د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ولایت د ټولو دیني عالمانو،قومي او جهادي مشرانو،ځوانانو او میرمنو څخه غوښتنه کړه،چې د سولې په راوستلو کې پخپله برخه کې جدي هلي ځلي وکړي .
ده وویل : که له یو لورې غوښتنه ده،چې په میدان وردګو ولایت کې سوله رامنځته شي،خو له بل لورې د دغه ولایت د مسؤلینو او ولسونو ضروري اړتیا ده چې په دغه ولایت کې سوله رامنځته شي.
سرپرست والي په وینا: د سولې په راتګ سره جګړه لمنځه ځي،اقتصاد کې مو ښه والی راځي،پوهنې ته زمنیه برابر یږي او ډیر نور کارونه دي،چې د سولې په راتګ سره ترې برخمن کیدلای شو.
یادې غونډې ته د ولایتي شورا مرستیال حاجي محمد حضرت جانان هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د سولې په راوستلو کې یواځې دولت مسؤل ونه ګاڼه او زیاته یې کړه په دغه برخه کې باید هر افغان کار وکړي .
ده سوله یو سپیڅلی نوم وباله او هغه کسان چې د دغه نوم لاندې ژوند تيروي،نیکبخته خلک وبلل او هیله یې څرګنده کړه،چې یوه ورځ ټول افغانان او په ځانګړي ډول د میدان وردګو ولسونه دسولې تر نوم لاندې ژوند وکړي .
یادې غونډې ته یو شمیر نورو مسؤلینو هم خبرې وکړې او د سولې پر اهمیت یې رڼا واچوله او همدا راز یې په ملي یوالې ټینګار او د ټولو شهیدانو روح ته یې د دغا لاسونه پورته او د جنت الفردوس غوښتنه وکړه.