کور / تازه خبرونه / دپولینډدبهرنیو چارو وزیر دمسعود په قبر حکمتیار ته ښېرې وکړې

دپولینډدبهرنیو چارو وزیر دمسعود په قبر حکمتیار ته ښېرې وکړې

دپولینډ دبهرنیو چارو وزیر رادوسلو شیکوسلي تیره پنجشنبه دپخواني جنګ سالار احمد شاه مسعود دبنیاد دمشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره یو ځای د پنجشیر ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د احمد شاه مسعود په قبر دګلونو ګیډۍ کېښوده او او سر یې ورته ټیټ کړ.



هغه دمسعود په قبر خبریالانو ته وویل چې د شمالي ټلوالې مشر احمد شاه مسعود هغه څیره وه چې له برکته یې د پولینډ هیواد د کمونیزم له منګولو خلاص شوی هغه وویل مسعود نه یوازی د پنجشیر وو بلکې نړیوال شخصیت هم وو ددی تر څنګ چې رادوسلو شیکوسلي د وژل شوي احمد شاه مسعود ستاینه کوله یو ځل بیا دحزب اسلامي د ګوند مشر او دافغانستان د جهاد پر مهال ځواکمن جهادي رهبر انجینیر ګلبدین حکمتیار نېوکې وکړې وی ویل چې حکمتیار دوه خبریالان وژلي او باید محکمې ته کش کړای شي. هغه وویل چې حکمتیار په راکټونو کابل بدرګه کړی ، د پولینډ د بهرنیو چارو دا وزیر رادوسلو شیکوسلي پخوا یو خبریال وو او د افغانستان دجګړو په کلونو کې یې خبریالي کوله، هغه په ۱۹۹۳ کې له انجنیر ګلبدین حکمتیار سره هم لیدلي. د ډیرو سیاسي فعالینو په خبره د پولینډ د بهرنیو چارو د وزیر دا خبری د افغانستان په چارو کې نیغه لاس وهنه ده دافغانستان د ویښو ځوانانو ټولنې د نوموړي دغه څرګندونې په کلکه غندلي ، ځینې کتونکې وايي چې احمد شاه مسعود تر حکمتیار څو چنده زیات جنایتونه ترسره کړي دکابل په وراني کې د احمد شاه مسعود ، رباني یا جمعیت اسلامي ګوند زیات لاس وو.


دا کتونکې وايي چې کله که د جنګونو د جنایتونو د عواملو په سر څوک غږیږي نو باید لومړی د احمد شاه مسعود ، شمالي ټلوالې او جمعیت اسلامي نومونه واخیستل شي.