د ورګو ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي په دې ولايت کي د ماين په چاودنه کي دوو اولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړى دئ.
خبرپاڼه ليکي چي ياد کسان چي يو ئې د يوه ټېلر موټر چلوونکى او بل ئې کلېنر وو هغه وخت ووژل سول چي کله د سړک غاړي ماين ورباندي وچاودېد.
په خبرپاڼه ليکي دا کار د وسله والو طالبانو ښوول سوى خو خپله وسله والو د حکومت د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.