کور / هراړخیز / د افغانستان د فوټبال ملي ټيم بريا دې مباركه وي!

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم بريا دې مباركه وي!

څو ورځې مخكې د افغانستان د فوټبال ملي ټيم، په نيپال كې د جنوبي آسيا په فاينل لوبو كې، د هندوستان ملي ټيم ته ماتې وركړه او په دې توګه يې د لومړني ځل له پاره د دې سيمه ييزه لوبو اتلولي وګټله.
فوټبال په افغانستان كې نژدې سل كاله عمر لري. د امير حبيب الله خان د پاچايي په وخت كې، فوټبال د وخت د پوهنې په تعليمي نصاب كې شامل او ځينې ښاري ځوانانو په خاورينو ډګرونو كې فوټبال پيل كړ.
د غازي امان الله خان په وخت كې د فوټبال او نورو لوبو پراختيا ته پاملرونه وشوه. د تېرې پېړۍ په اويايمه لسيزه كې فوټبال په هېواد كې ښه وده كړې وه، په زرګونو ځوانانو فوټبال كاوه او زموږ ملي ټيم د سيمې د هېوادونو له پياوړو ټيمونو سره د سيالي جوګه وو. سره له دې چې يو شمېر محافظه كاره واعظينو به د فوټبال په ضد ناوړه تبليغات كول؛ خو د محمد داوود خان د جمهوري رياست په كلونو كې د كابل الف ټيم د ايران د فوټبال له ملي ټيم، د عراق د ملي ټيم، د ازبكستان له نوموتي (پخته كار) او د ځينو نورو هېوادونو له ټيمونو سره د سيالي وس موندلى و!
په افغانستان كې د جګړو په كلونو كې فوټبال د ډېرو نورو ورزشونو په څېر سقوط وكاوه او زموږ هېواد د سيمې او نړۍ په المپيكي او عادي لوبو كې د ګډون وس او چانس له لاسه وركړ.
په افغانستان كې د نويو بدلونونو په كلونو كې سپورت بيا ژوندى شو، د المپيك ملي كميټه په پښو ودرېده، ځوانان بيا ډګرونو ته ووتل او برياليتوبونه تر لاسه شول.
په تېرو اوو كلونو كې زموږ د هېواد رزمي ورزشونو، په تېره بيا تكواندو ښه وده وكړه او زموږ ځوانانو په نړيوالو ډګرونو كې د افغانستان ملي بيرغونه ورپول. كركټ خو دومره وده وكړه چې د نه منلو وړ ده او افغان كركټرانو هېواد ته ډېر وياړونه وګټل. اوس افغانستان د كركټ جلا فدراسيون لري او هغه وخت ليرې نه دى چې موږ د كركټ د لومړي كتار هېوادونو غړيتوب تر لاسه كړو.
په هغه شپه چې د افغانستان د فوټبال ملي ټيم په نيپال كې د هندوستان ملي ټيم ته ماتې وركړه، د هېواد وضع ډېره بدله شوه.
په لكونو خلك د هېواد په ډېرو ښارونو او حتى كليو كې واټونو ته ووتل او په يوه ډېره هېواد پاله روحيه يې د خپلو ورزش كارونو حماسه وستايله! د ژوندى دې وي افغانستان غږونه واورېدل شول او ځوانانو ملي بيرغونه ورپول.
ټول په دې ښه پوهېږي چې افغاني سپورت مينان په ډېرو لږو امكاناتو په مخ روان دي او هېواد ته وياړونه ګټي.
په نيپال كې د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم د بري له امله، د ولسمشر حامدكرزي په ګډون زرګونه كسان هركلي ته ووتل او دوى ته يې د دغه ستر بري له امله مباركي وويله.
دې بري زموږ په جګړو ځپلو او ستومانه خلكو كې يوه نوې سا پوه كړه، رژيدلي او مړواوي اميدونه بيا ژوندي شول، په خپل ځان باندې د باور روحيه پياوړې شوه او د ملي يووالي جنډې ورپېدې.
د فوټبال د ملي ټيم دا ستر برى يوازې يو سپورتي برى نه بلكې د يوه سر لوړي؛ خو ځپل شوي ولس د پاڅيدو او په خپلو پښو د ودرېدو زيرى و. داسي ورزشي برياوې سترې رواني، ټولنيزې سياسي او فرهنګي اغېزې لري. كومه ملي روحيه چې په هغه شپه د افغانستان په كليو او ښارونو كي، سپين ږيرو او ځوانانو، ښځو او نارينه وو، لوستو او نالوستو، پوځيانو او مليكانو او ټولو خلكو نندارې ته كېښوده، د هېواد په معاصر تاريخ كې سارى نه لري. د بري په هغه نه هېرېدونكې شپه زموږ خلكو خپل ستروالى وښود او دا يې ثابته كړه چې له ډېرو ستونزو، كړاوونو او ناخوالو سره- سره د ملي يووالي د ساتلو او پياوړتيا هيلې، وس، اراده او ژمنه لري.
دې بري او د خلكو بېساري هركلي دا ثابته كړه چې د يو شمېر مافيايي كړيو، ټپكيانو، د پرديو د مزدورانو او د افغانستان د لرغوني ملي هويت د دښمنانو د هڅو سره سره د افغانستان خلك نه بېلېدونكي دي او د پرديو استخباراتي كړيو د لاس پوڅو ډېر خبيثه ارمانونه به له خاورو سره خاورې كړي.
د فوټبال د ملي ټيم بريا دا وښوده چې هر برى د ملي يووالي په سيوري كې لاس ته راتلى شي.
دا بريا دې د فغانستان ټولو خلكو ته مباركه وي!