د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د راتلوونکو سياليو لپاره چي له کينيا سره ترسره کيږي، د چمتوالي په موخه خپل تمرينات په ننګرهار کي پيل کړل.
دکرکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکي کريم خان صادق د ځانګړې مرکي پرمهال وويل، شپږ ويشت د ملي لوبډلې لوبغاړو د يکشنبې په ورځ خپل تمرينات د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي رئيس احمدزي تر روزنې لاندې پيل کړل.
صادق زياته کړه، کينيا سره د سياليو لپاره ځوانو لوبغاړو ته ډېر ځاى ورکړل شوى دى، خو د نورعلي ځدران په بېرته راتک ډېر خوښ دى.
دده په وينا نورعلي ځدران هغه افغان لوبغاړى دى چي مسلکي لوبه ترسره کوي او په توپ وهنه کي پوره مهارت لري.
نوموړي وويل، کينيا لوبډلې ته بايد په کمه سترګه ونه کتل شي او ډاډ څرګندوي چي افغان لوبډله پوره چمتوالي لري، چي کينيا لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د ملي لوبډلې دغه لوبغاړي وويل، که چيرې افغان لوبډله له کينيا دوه پنځوس اوريزې سيالۍ وګټي، نيغ په نيغه به دوه زره پنځلسم نړيوال جام ته لاره پيداکړي.
د کريم صادق په وينا دى غواړي چي د کينيا په خلاف په دقت سره لوبه وکړي، ځکه چي ډېرې مهمې لوبي دي.
هغه وويل، که چيرې نړيوال جام ته لاره پيداکړي، په نړيوال جام کي د لوبېدو ترڅنګ به نور امتيازات هم لاسته راوړي، چي د کرکټ نړيوالې شورا لخوا به ورته په راتلوونکي کال کي له لسو نه تر پنځلسو پورې نړيوالې سيالۍ د لومړي درجه هېوادونو سره ورکړي.