کور / تازه خبرونه / په تګاب کې دایتلاف په بمباریو ګڼ وسلوال وژل شوي.

په تګاب کې دایتلاف په بمباریو ګڼ وسلوال وژل شوي.

په باګرام کې دمیشتو ایتلافي ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې دشنبې په ورځ خپره شوی لیکل شوي چې دایتلاف ځواکونو د کاپیسا ولایت دتګاب په ولسوالۍ کې بمباري کړې چې له امله یې ګڼ وسلوال مخالفین وژلي او دری تن وسلوال یې نیولي، خبر پاڼه کاږي چې دوی لومړی دافغان امنیتي سرتیرو په ملتیا د وسلوالو ځواکونو په وړاندې عملیات کول او ددغو وسلوالو یو قومندان یې په نښه کړې وو چې بیا وروسته له کلک مقاومت سره مخ شول، ایتلاف وايي چې دوی بیا په هوايي بمباریو لاس پوری کړ ، دایتلاف ځواکونو ندي ویلي چې څومره وسلوال یې وژلي خو دومره یې یاده کړه چې ګڼ شمیر وسلوال وژل شوي. د تګاب ولسوالۍ دکاپیسا ولایت یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې وسلوال پکې زیات فعال دي او هر وخت د وژنو او ژوبلې خبرونه تری ورکول کیږي.