کور / هراړخیز / ریښتینی مینه

ریښتینی مینه

د پخوا زمانو نه یولنډی وه چه ویل به یی(اسمان ته لاردختو نشته— لیلامجنون په عاشقی ختلی دینه) یعنی دلیلا اومجنون مینه دومره خوږه شوه چه نوریی په ځمکه کی پاتی کیدل ناشونی شول او دپاکی مینی په حساب یی ځمکه پریښوده او د آسمان خواته یی مخه کړه. نو خلکو به هغه دوه ستوری چه یویی سپین رنګ لری دلیلااوبل چه سوربخون دی دمجنون په نامه یادول اصل که دخلکو عقیده دا وه چه کولی شو دپاکی مینی ، صداقت اوایمانداری په واسطه آسمانونو ته وخیژواولدی هم ډیرډیرنور پرمختللی کارونو وکړوخبره نه اوږدوم اصلی خبری ته راځم.
کله چه دجنوبی آسیا دلوبو فاینل وه اوافغانستان له هندوستان غوندی قوی ټیم سره لګیاوه اګرچه ما فوټبال سره ډیره علاقه نه وه خو دخپلو ملی اتلانو دکامیابی اوقهرمانی لپاره می لومړی ځل وه چه لوبه ډیره په دقیق توګه وګورم او تعقیب یی کړم. باوروکړی دماخستن ډوډی می بیخی ونخوړه اودوه سترګی می دتلویزیون په لورپرانیستی وی اودخپلولوبغاړو ډیره وړه سهوه می ډیره لویه حسابوله او کله به چه زمونږلوبغاړوتوپ دګول په څنګ وواهه ما به خپل ځان دګول دننه خواته کوږ کړ چه پنډوسکی ګول ته دننه شی اوکامیابی زمونږ داتلانو په برخه ورسیږی .که دحقیقت له دنیا ورته وګورو څوتنوپه یوه توپ باندی لوبی کولی عادی خبره وه هغوی دوطن لپاره سره زرنه ګټل هغوی دخلکو دهوسا ژوند لپاره کومه لاسته راوړنه نه درلوده فقط لوبه یی وګټله دا ټولی 100 دقیقی سختی ستومانه منډی اوکوښښونه یواځی ددی لپاره وه چه خپل ګران هیواد ته داتل نوم خپل کړی او همدایی یواځینی ارمان وه همدغه یی اصلی موخه وه چه خپل ګران هیواد ته د اتل لقب وګټی او خپل مورنی هیواد ته خپل صداقت اومینه وښیی دوی چه دخپل اسلامی هویت اوجذبی ښودلو پخاطرپه یو ځآی ډول خپل لوی خدای ته دشکرانی سجده وکړه خلک یی داسی هیاجان ته ورسول که له چا سره دځناورزړه هم وای نو اوښکی یی خامخا تویدلی که نه نو دسترګو کاسه یی په خپلواوښکوډنډ دریدله ځکه دلته یواخی ریښتینی مینه وه هیچا خپل ځآن نشو کنترولولی.
اصلی خبره داده چه دا ټوله خوشحالی دڅّه دپاره وه؟ ځواب څرګند اوروښانه دی دلته اصلی مینه وه ، دلته پاکه مینه وه دوطن او دهغی دبچیانو مینه وه، مورنی مینه وه ، دوکه نه وه درواغ نه وه ، چل وول نه وول چه ټول یی داسی هیاجان ته ورسول ځکه لوبه دافغانستان لپاره وه دوطن خوږ نوم په ټول جهان یادیده دوطن پوړونی (بیرغ) هره خوا رپیده دوطن بچیانو لوبه ګټلی وه اوخلکو له خپل وطن سره دومره مینه ښودله چه په زرهاووخلک له خپلوکورونو وتلی وه اوپه سړکونو یی شپی تیری کړی وی. ګرچه دهوایی ډزو سخت مخالف ووم خو هغه د یون صاحب خبره ده چه وایی (غریو می ونیسی الفاظ راځینی هیرشی — زه رقیب ته په کنځلوکی خراب شم) نوهغه قوم چه غریو ونیسی بیا نو دهرڅه چوکاټ مات شی او سړی نه پوهیږی چه څه کوی هغه متل دی چه وایی (په مینه اوجنګ کی هرڅیز روادی) دا هم دمینی زور وه او دا مینه یواځی اویواځی دوطن لپاره وه چه هرسړی یی نشه کړی وه اوپه خپل ځان نه پوهیده چه څه کوی .
پوښتنه می دا ده : هغه 99 فیصده افغانان چه دخپل وطن دسرلوړی لپاره دومره مینه لری چه په ځان نه پوهیږی اوله ډیری خوشحالی په سړکونو شپی تیروی دخوشحالی اوښکی تویوی فریادونه باسی اتڼونه کوی نو دوی به څومره خفه کیږی له هغه چانه چه عملاْ له دی وطن سره جفاکوی، چوراوتالان کوی، خیانت کوی، بډی خوری غصب کوی او…………نور؟
زه له خپلوچارواکو هیله کووم چه دخدای لپاره تاسی خوهم له خپل وطن سره دهمدی غریبانو په شان ریښتینی مینه وکړی دی مینی خوند وګوری تاسی خوټول عمرپه دوکه بازی ، تعصب، غصب ، حسد، کینه دوزی غلا او……! تیرکړله خپله ژونده به څه وخت خوند اخلی څه وخت به له خپلوهیوادوالو سره خاندی مینه به کوی خوشحالی به کوی او بل دا چه آیا تاسی هم کومه ورځ مینه کړی ؟ ولی ډیرډیرافسوس! چه زمونږ مشران په مینه نه پوهیږی دمینی قدراوزورورته معلوم ندی دمینی خوند یی څکلی نه دی دوی ټول لکه لیوان داسی دی چه مطلب یی خاص اوخاص غوښه خوړل دی په دری کښی متل چه وایی،
عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود— ګرچه با ادمی بزرګ شود
په مینه ملیار