کور / تازه خبرونه / د ترهګرۍ خلاف جګړې خپل ماهیت بایللی

د ترهګرۍ خلاف جګړې خپل ماهیت بایللی

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د تروریزم پر ضد د شانګهای د تړون پر اهمیت لیکنې او تبصرې کړې دي.

دنیا:

دنیا ورځپانې په خپل لومړي مخکې په غټو ټکو سره د ولسمشر حامد کرزي له خولې لیکلي تروریزم هغه مهال ماته خوړلای شي چې د سیمې په هېوادونو کې رښتیني همکاري موجوده وي.

همدې ورځپاڼې د پوځي چارو د کارو پوه جنرال رحمت الله رووفي څخه په نکل د لویدیځې نړۍ او شانګهای تړون د هېوادونو ترمنځ بې اعتمادي، د سخت دریځۍ د ډېریدو اصلي لامل ګڼلی.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي تروریزم د شانګهای تړون د غړیو هېوادونو دښمن هم دی.

د سرمقالې لیکوال نیوکه کړې ترکومه چې لیدل کیږي، د سیمې هېوادونه او یاد تړون نه یوازې دا چې له دغې پدیدې سره د مبارزې لپاره حاضر نه دي، بلکې په یو ډول د دغې پدیدې په کړنو باندې خوښ دي.

لیکوال سپارښتنه کوي، د شانګهای تړون غړي او دسیمې نور هېوادونو ته تروریزم او سخت دریځي مهمه او اړینه حیاتي مساله ده، چې د دغې پدیدې په وړاندې سره یو لاس شي.

د دنیا ورځپاڼې سرمقاله لیکونکی د سیمې او شانګهای د تړون په هېواونو غږ کوي، چې د افغانستان یادې اندېښنې خوشې ونه ګڼي.

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ترهګرۍ خلاف جګړې خپل ماهیت بایللی دی.

د لیکوال د معلوماتو له مخې واقعیت دا دی چې؛ د منځنی اسیا او په ټوله کې د شانګهای د همکاریو د سازمان غړیو هېوادونو په منځ کې د افغان بحران په اړه د اندېښنو یوه نوې څپه راپورته شوې ده.

د لیکوال په باور که په افغانستان کې جګړې او بدمرغۍ دوام کوي، ډېرې داسې نښې او شواهد شته چې منځنۍ اسیا هېوادونه ته به یې لمن خپریږي او دې هېوادونو همدغه ګواښ درک کړی هم دی .

د لیکوال په اند روسي کارپوهانو څوځله د افغانستان او منځنۍ آسیا دتجزیې په اړه دیو لړ توطیی دپلې کېدو خبرداری ورکړی دی.

د سرمقالې په پای کې راغلي که دشانګهای د همکاریو د سازمان غړیو هېوادونو وضعه سمه درک کړې وي او دغمیزو دمخنیوي لپاره یې دعملي اقداماتو اراده پخه وي داپه مجموع کې دسیمې دښې راتلونکې لپاره یو ښه زیری دی.

د هېواد ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي نه یوازې دشانګهای دهمکاریو سازمان غړي هېواونه بلکې دنړۍ نور سوله غوښتونکي غورځنګونه هم باید دترهګرو پرضد دغوڅې او صادقانه مبارزې له پاره له افغان دولت سره پوره مرستې ته ور وردانګي.

د لیکوال په باور نو هله به دسیمې او نړۍ له هېوادونو څخه دترهګرو انتحاري حملو، بمي چاودنو او نور فجایعو ټغر بیخي ټول شي او دپوره او ډاډمنې سولې له نعموتونو څخه به برخمن شي.