کور / تازه خبرونه / وردګ : حکومت او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

وردګ : حکومت او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې دپنځه امنیتي سرتېرو ترڅنګ شل وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،جغتو،سیداباد،دایمیرداد او چک ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابېلو عملیاتو او نښتو په ترڅ کې د دوه پاکستانیانو په ګډون څوارلس وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان
شوي دي،همدا راز په دغو پېښو کې یو ملي پولیس شهید او د یوه ملي پولیس په ګډون څلور د ملي اردو سرتېرې ټپیان شوي هم دي،همدا راز د نورو مهماتو او وسلو ترڅنګ امنیتي ځواکونو څلرویشت کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې هم ترلاسه کړي .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدا ن ښار کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي،همدا راز په دغه عملیاتو کې لس کیلو چاودیدونکې توکې،درې عرادې
موټرسایکلونه،درې فیره مزائیل،بېلابېلې مرمۍ او نظامی لباسونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په سي،سي او بهادرخیلو سیمو کې د جګړې او عملیاتو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی دی،په دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو څوارلس کیلوګرامه چاودیدونکې توکې،دوه فیره راکټ انداز مرمۍ او یو د ایکم مخابرې انتن د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د جغتو ولسوالۍ په کلان ده سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې د دوه پاکستانیانو په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او یو بل ټپي شوی دی په همدې حال کې د چک ولسوالۍ بند چک سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله
والو طالبانو ترمنځ په نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی،همدا راز په دغه نښته کې د ملي اردو یو سرتیری هم ټپي شوی دی .
بل لورې د دایمیرداد ولسوالۍ په انتن پوستې د مخالفینو د یوه برید له امله یو ملي پولیس شهید شوی،یو ملي پولیس او دوه د ملي اردو سرتېرې ټپيان شوي دي.