کابو ۶۰ تنو د پشترود ولسوالی ځوانانو د سولی تر سرلیک لاندی یوه ورځنۍ مشاعره د لومړی ځل لپاره په دغه ولسوالۍ کې جوړه کړه.
مشاعره د پشترود ولسوالۍ د مساوو په کلي کی جوړه شوې وه او ځوانانو خپل سوله ایزي غوښتني د سولي په ژبه ټولنی ته وړاندی کړي.
په مشاعره کې لس تنو ځوان شاعرانو خپل شعرونو د سولي تر سلیک لاندی ولوستل. د ځوانانو په شعرونو کی په ډیر نرمښت سره په نازکه شاعرانه ژبه د سولی غوښتنه شوي وه او شاعرانود پشترود ولسوالۍ د مشرانو څخه وغوښتل چی نور دی په دغه ولسوالی کی څوک نه پریږدی چی جنګ وګړی.
همایون حسنی یو تن ځوان شاعر وویل چی نور د جنګ د ږغ څخه یی غوږونه ستړی شوی او غواړی نور په غوږونو سره د سولی د کوترو ږغونه واوري. حسنی وایی چی سترګي مي نورد تور دودونو او لوخوړو څخه ستړي شوي اود سولی د سپینی کوتري د بالونو ښکلا د سولی په شنه آسمان کی لیدل غواړی.
دغه مشاعره د پشترود ولسوالۍ د ځوانانو په مټ جوړه شوی وه چی په ترځ کی سوغاتونه هم پر شاعرانو وویشل شول.
دا لومړی ځل دی چی په پشترود ولسوالی کی ځوانان مشاعره جوړوی. په مشاعری کی پشترود ولسوالی ګڼ شمیر اوسیدونکو او مشران هم ګډون کړی وو.