د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ نوې ودانۍ تر جوړېدو وروسته د یو لړ
مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ چې د مرکز میدان ښار سهیل ختیځ لور ته پرته ده،د جوړولو چارې د
نږدې درې کلونو په ترڅ کې بشپړي شوي دي او نن (شنبه) د یو لړ ځآنګړو
مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
دګټې اخيستنې په دغه مراسموکې دميدان وردګوامنيه قوماندان مل پاسوال
سردارمحمدځاځي وويل دامنيه قوماندانۍ دغه نوې ودانۍ په ټولواداري ،عصري
تجهيزاتو،وسايلو او نور داړتيا وړ ملحقاتوسمبال ده .
ښاغلي ځاځي وويل دامنيې قوماندانۍ دغه نوې وداني به د دوی ټولې اړتياوې پوره کړي .
دغه راز د ميدان وردګو ولايت اداري او مالي رئيس اوسرپرست والي حاجي
پيرمحمدوويل په ولايت کې پرامنيه قوماندانۍ سربيره ډيری داسې ادارې نورې
هم شته چې په وينا يې ځانګړې ودانۍ نه لري .
د ښاغلي پيرمحمد پر خبره د ولايت مقام او ښاروالۍ له خوا دوی اړونده
اداروته ځمکې په اختيارکې ورکوي چې د جوړولوچارې يې دهرې ادارې په اړونده
وزارت پورې اړه لري .
د ميدان وردګو امنيتي چارواکو پر پوليسو غږ وکړ چې له دغې ودانۍ څخه په
سمه توګه ګټه واخلي.
ديادولووړده چې دميدان وردګو ولایت نوې امنيه قوماندانۍ په اداري خونو او
مجهزو وسايلوسربيره دپوليسودروزنې مرکز،دسپورت ډګر، داوبو مجهز سيستم ،
بريښنااونورووسايلوڅخه بخرخمنه ده