په كندهار كي ځانمرګي بريد لسو تنو ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واړول .
ځانمرګي بريد د موټر څخه په ګټه اخيستنه دقيقا لس بجي د كندهار ښار ختيځ لوري ته د دامان ولسوالي اړوند د منډي حصار په سيمه كي د يوه كلنيك مخي ته سوى .
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چي په ځانمرګي بريد كي دري تنه ملكي كسان وژل سوي او اوه تنه نور ټپيان دي .
د فيصل په خبره چي د بريد هدف د بهرنيو ځواكونو موتريز كاروان وو چي هدف ته د رسيدو مخكي چاوديدلى دى .
د پيښي په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .