په پکتيکا ولايت کي موټر بم چاودني حکومتي او اولسي وګړي ټپيان کړي .
موټربم چاودنه نن سهار د سر روضې په اولسوالۍ کي رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې د دې ولايت د اړوندو چارواکو په وينا چي څوارلس عسکر او څلور اولسي وګړي ئې ټپيان کړى .
چاودنه د دې اولسوالۍ ودانۍ ته نژدې سوې او اولسوالۍ ئې زيانمنه کړې.
وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخستى او وايي چي په دې بريد کي ئې زيات شمېر پوليس وژلي او ټپيان کړى ولي د هغه په وينا چي بريد ئې ديوه لارۍ موټر په وسيله کړى، ځکه خو ئې تلفات ډېر دي.