کور / خبرتیا او پيغامونه / د فوټبال د ملي لوبډلې د اتلولۍ په اړه د پوهنې وزارت پیغام

د فوټبال د ملي لوبډلې د اتلولۍ په اړه د پوهنې وزارت پیغام

چهارشنبه، کابل
د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلی فاروق وردګ او د وزارت ټول کارکوونکي او منسوبین د سویلي اسیا په سیالیو کې د هیواد د فوټبال د ټیم د تاریخي بریا له امله خپلو ټولو هیوادوالو ته مبارکي وایي. یادې بریا په یوه مثبته هڅه کې د افغان زلمیانو د مټو د زور او عقلي بلوغ څرګندونه وکړه او نړۍ ته یې وښوده، چې افغانان په هېڅ برخه کې تر چا کم نه دي او په هر ډګر کې ځلېدلای شي.

زموږ د فوټبال لوبډله هغه ویاړلی ټیم دی، چې په هیواد کې د شته ټولو ستونزو او د چارو پر وړاندې یې د مختلفو خنډونو با وجود د سویلي اسیا په سیالیو کې په پرلپسې ډول بریاوې خپلې کړې او په پای کې یې ددې لوبو جام هیواد ته راوړ.

دغه ویاړ نه یوازې موږ بلکې د هیواد هر وګړي، د ولس ټولو غمځپلو، ویرجنو او هر هغه چاته خوښي ور وبښله، چې د زمان جبر خوښي ترې اخیستې او په ستونزو یې اخته کړي دي.

موږ په پوهنې وزارت کې ددې ترڅنګ چې د بل هر ورزش په توګه په فوټبال کې هم د ټولو لاسته راوړنو اساس جوړوو او دې لوبې ته مو له خپلو ښوونځيو تکړه لوبغاړي ورکړي، پر دې ویاړو، چې ددې بریا په ترلاسه کولو سره له خپلې خوا د لوبډلې د هڅونې لپاره ګامونه پورته کوو.

نه یوازې داچې زموږ دروند وزیر ښاغلي فاروق وردګ په یادو لوبو کې تر بل هرچا لومړی ګډون وکړ او نیپال ته ولاړ، هلته یې لوبغاړي وستایل او د لوبغاړو ملګرتیا یې وکړه، موږ به د پوهنې په برخه کې لږ تر لږه دوه ښوونځي د خپلو تکړه فوټبالرانو په نامه ونوموو او د هغوی د هڅونې لپاره به هر ډول اړین ګامونه پورته کړو.

د افغانستان پوهنې وزیر او ټول ټیم یې ددې بریا په ویاړ یو ځل بیاله خپلو هیوادوالو سره ژمنه کوي، چې تل به یې په خوښیو کې شریک وي او په ټول توان سره به ددغو خوشالیو په لاسته راوړلو او ډېرولو کې هڅې کوي. موږ د خپل هر هیوادوال خوښي خپله خوښي بولو او په ترلاسه کولو کې به یې شپه او ورځ کارکوو.

ددې ویاړلې بریا د مبارکۍ ترڅنګ اړینه بولو، چې د افغانستان د هغو نورو لوبغاړو ستاینه هم تکرارا وکړو، چې په کرېکټ، تکواندو او داسې نورو برخو کې یې دې هیواد ته بریا او ویاړونه راوړي.

له لوی خدای ج څخه غواړو، چې دغه شان بریاوې او خوشالۍ زموږ په عمر کې په بیا بیا تکرارکړي او هغو مېړنیو ته لا ډېر توان ورکړي، چې د خپلو مټو په زور هیواد ته ویاړونه او خوشالۍ راوړي.

تل دې وي افغانستان، ژوندی دې وي زموږ قهرمان ولس او لوړ دې زموږ دهیواد ویاړلی نوم