کور / تازه خبرونه / هلمند : د ماين چاودني ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

هلمند : د ماين چاودني ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په هلمند ولايت کي د ماين چاودني دوولسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
پېښه تېره ورځ (سه شنبه ) شاوخوا يوه بجه د موسى کلا په اولسوالۍ کي رامنځ ته سوې .
د هلمند ولايت مقام څخه په دې اړه لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه د دې پېښي د پخلي ترڅنګ ليکي چي چاودنه د اولسي وګړو پر يوه سراچه موټر سوې چي په پايله کي ئې يوه مېرمن اودرى نارينه وژل سوي او دوې مېرمني درې نارينه او درې کوچنيان ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي دا کار د وسله والو طالبانو ياد سوى خو وسله والو طالبانو تل د دا ډول بريدو پړه له خپلي غاړي اړولې او وايي چي دا د حکومت يو ډول تبليغات دي.