کور / خبرتیا او پيغامونه / د خوست والي عدالجبار نعيمي د مباركى پيغام

د خوست والي عدالجبار نعيمي د مباركى پيغام

افغان ملت ته دسهيلي اسيا دفوټبال دپاى لوبې دتاريخي بريا مبارکي

نن يوځل بيا دافغانستان دفوټبال ملي لوبډلې په ډيره اتلولۍ ،ملي مينه ،نړيوال ګام او زوږ سره په داسې حال کې چې دنړۍ په ټولو کوڅو او ښارونو کې يې په ميلياردونو وګړو دلوبې ننداره کوله ،افغان اتلانو او دفوټبال دملي لوبډلې په ډير وياړ سره وکولى شول چې په دې پاى لوبه کې دهندوستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي او په دې سره په ټوله نړۍ کې له ختيځ څخه نيولې ترلويديځ پورې او له شمال څخه تر جنوب پورې دافغانستان ملي بيراغ نور هم رپاند شو او وځليدو.

دافغانستان دفوټبال ملي لوبډلې په دې تاريخي ،ملي اونړيوالې بريا سره ټولو ملتونو ته دا پيغام واستول شو چې هر افغان ځوان په هرډګر کې کولى شي دنړۍ دنورو ځوانانو سره سماله سيالي ترسره اوبريا راخپله کړي ،همداشان له دې برياڅخه ټولو نړيوالو ته دا په ډاګه شوه ،چې افغان ملت کولى شي دنړۍ دنورو ملتونو سره دټينکې ملګرۍ ،دوستۍ اوهمکارۍ په چوکاټ کې دنړيوالې ،سولې ،امن ،ثبات،پرمختګ او ترقۍ لپاره ګډ کار وکړي.

مونږ افغانان که جګړو ځپلي يو ،پرديو مداخلو ځورولي يو ،دپرديو دګټو قرباني شوي يو،ترهګرو مو ملي ګټو ،ملي هويت او ملي دريځ ته زيان رسولى او په لسيزو لسيزو مو غمونه ليدلي ،خو دنړۍ هر ملت او فرد بايد په دې پوه شي چې دبري هرډګر به زمونږ وي او په راتلونکې کې به دهردنړيوال پرمختګ دکاروان مخکښان وو اوپه ټوله نړۍ کې به زمونږ بيراغ اوچت او ځلانده وي.

هرهغه څوک چې زمونږ دخاورې ،ولس اوتاريخ دويجاړوتيا ،بدمرغۍ او بدنامۍ ناکامه تلاشونه کوي ،په دې بايد ځان پوه کړي چې هرافغان ځوان به ورته غاښ ماتونکى ځواب ورکړي اوپه دې خاوره کې هرزيږيدلى وګړى به په ډيرعزت ،شجاعت ،ملي مينه او افغانيت سره دخپلې خاورې ،ولس او تاريخ څخه په ټينګه دفاع وکړي.

زه دخوست ولايتي ادارې،امنيتي ارګانونو ،ولايتي شورا ،سولې ولايتي کمېټې ،علماوو شورا ،مدني بنسټونو،ځوانانو او ټولو ولسونو په استازيتوب دفوټبال دملي لوبډلې دټولو وروستيو برياوو اوپه ځانګړې توګه دسهيلي اسيا دفوټبال دسياليو دوروستۍ پاى لوبې دتاريخي بريا له امله چې افغان لوبغاړو دهندوستان له لوبغاړو چې ټول عمر يې په دې لوبه کې تير کړى دى ترلاسه کړه افغان ملت او دخوست شريفو ولسونو ته په ملي مينه مبارکي وړاندې کوم،دهېواد په ټولو ځوانانو باندې غږ کوم چې دنړۍ دهرډګر مخکښان شي او په هرډګر کې دنړۍ دنورو ملتونو له ځوانانو څخه دبريا وياړونه راخپل کړي.

همداشان دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دپوهنې ،ماليې او انکشاف دهات له ښاغليو وزيرانو څخه هم دزړه له کومې مننه کوم چې دلوبې په ډګر کې يې په خپل شتون سره خپلو ګرانو اتلانو ته پياوړى مورال وبښلو،همدا راز په هندوستان هيواد کې له ټولو مېشتو افغانانو اوپه ځانګړې توګه له افغان محصلينو څخه چې دلوبې دډګر چاپيريال يې دافغانستان په ملي بيراغونه ښکلى کړى وو هم مننه کوم ،له دوى غواړم چې په خپلو درسونو کې شپه او ورځ تلاش وکړي.

ټولو افغانانو بيامو دغه تاريخي اتلولي او نړيواله بريامبارکه شه

عبدالجبارنعيمي
دخوست والي