موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (په مذاهبو کي اختلافي مسائل)
جواب :مفتي عبدالولي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
پوښتنه :امام شافعي (رح) چي د امام ابو حنيفه رح شاګرد وو دوى ولي په يو څو مسائلو کي د امام ابو حنيفه (رح) سره اختلاف کړى ؟
لکه امين په جهر يعني لوړ اواز سره ويل ، د امام سره سورة فاتحه ويل ،لاسونه پر سينه ايښول……
جواب : يو منصوص مسائل دي او بل اجتهادي مسايل. په منصوصي مسائلو کي ئې ترمنځ هيڅ اختلاف هم نسته . په اجتهادي مسايلو کي ئې ترمنځ اختلاف سته او دا اختلاف د صحابه له زمانې څخه را روان دئ په دې کي امام ابو حنيفه(رح) يا امام شافعي(رح) د ځانه څه نه دي ويلي بلکي يوه امام د يو صحابي قول غوره کړى او بل امام د بل صحابي قول غوره کړى دئ . او د صحابه وو په اړه خو حديث دئ چي : (اصحابي کالنجوم بايهم اقتديتم اهتديتم)…. زما صحابه په شان د ستورو دي په هر يوه پيسي چي اقتدا وکړى هدايت ته به ورسېږي.
وروره د ستا دا خبره چي امام شافعي رحمه الله په يو څو مسئلو کي ولي اختلاف کړى دئ نو ستا دا خبره صحيح نه ده ځکه چي امام شافعي يو مجتهد وو او د احاديثو په رڼا کي ئې د خپل مذهب له پاره خپل اصول دي او د امام ابوحنيفه رحمه الله بيا د احاديثو په رڼا کي د خپل مذهب څه اصول دي چي په دې سره په ډېرو اجتهادي مسائلو کي اختلاف راځي په يو څو کي نه ، مثلا يو اصل دا دئ چي امام شافعي رحمه الله فرمايي چي تقيد د کتاب الله په حديث احاد سره راتلى سي او امام ابوحنيفه رحمه الله فرمايې چي تقيد د کتاب الله په حديث احاد سره نه راځي نو دا يو اصل سو په اصول فقه کي په دې سره په سلهاؤ مسائل متفرع کيږي لکه . امام شافعي رحمه الله فرمايې په اوداسه کي بسم الله فرض ده . ځکه چي په حديث کي راغلي ده . امام ابو حنيفه رحمه الله فرمايي چي کتاب الله کي فرايض د اوداسه څلور ښوول سوي دي نو په حديث احاد سره د کتاب الله تقيد نه سي راتلى چي هغه څلور فرائض پينځه سي.يا بل مثال چي امام شافعي رحمه الله فرمايي چي يوه نجلۍ پرته له ولي د اجازې نکاح نه سي کولي او احناف وايي کولي ئې سي خو مور او پلار لره ئې حق د اعتراض سته . د امام شافعي دليل حديث دئ د احنافو دليل قران دئ چي : د ښځې په اړه راغلي دي چي : فلاجناح عليکم فيما فعلن في انفسهن بالمعروف…… او همداسي نور ډېر مسائل متفرع کيږي. خو دا په ياد ولره چي څلور مذاهب په مسائلو اجتهادي کي سره مختلف دي په مسايل منصوصي کي سره ټول يو دي.
وروره. لکه څنګه چي ما درته مخکي ذکر کړه امامانو د خپل ځانه څخه څه نه دي ويلي بلکي د صحابه په قول ئې عمل کړى دئ نو آمين بالجهر يا قرائت خلف الامام يا رفع اليدين په دې کي د صحابه اختلاف وو اکثرو صحابه ويلي دي چي موږ رسول الله پر دې افعالو نه دئ ليدلي نو احناف هغوى ته ترجيح ورکوي او بعضې صحابه وايي چي مونږ رسول الله پر دې افعالو ليدلى دئ نو امام شافعي دېته ترجيح ورکوي. نو د احنافو دا عقيده چي څلور مذاهب حق دي او په کوم چي عمل کوي نو په هدايت ئې خو که دا څلور پريږدي او د ځان څخه مجتهد جوړ کړي نو بيا د ګمراه کېدو امکان زياتيږي.
وروره تا حديث پېش کړه چي : چا چي په لمانځه کي سورة فاتحه ونه لوستله د هغه لمونځ نه کيږي نو وروره . دا حديث د منفرد په اړه راغلي دئ يعني څوک چي د ځان سره لمونځ کوي هغه بايد سورة فاتحه ولولي. دا احناف د ځانه نه وايي. بلکي امام ترمذي دا فيصله کړې ده چي هغه د امام بخاري شاګرد وو او د بخاري په احاديثو باندي تر ما او تا ډېر ښه پوهېدئ. امام ترمذي فرمايي چي:
معني قول النبي صلى الله عليه وسلم لا صلوة لمن لم يقرء بفاتحة الکتاب اذا کان وحده ( ترمذي جلد ١ صفحه ٤٢ باب ماجاء فى ترک القراءة خلف الامام)
ترجمه: د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د ارشاد: لاصلوة لمن لم يقرء بفاتحة الکتاب … مقصد دا دئ چي کله يوازي لمونځ کوى نو فاتحه ويل ضروري دي يعني د مقتدي له پاره دا حديث نه دئ.
په ابوداود کي د دې حديث په تشريح کي ليکي چي :
قال سفيان رحمه الله لمن يصلي وحده (ابوداود جلد ١ صفحه ١٢٦) .. ترجمه : دا حديث د منفرد له پاره دئ مقتدي ته شامل نه دئ.
بله دا چي خلفاى راشدينو ( ابوبکر صديق رضى الله عنه. عمر رضى الله عنه، عثمان رضى الله عنه. علي رضى الله عنه ) به د قرائت خلف الامام نه منع کوله . دليل ئې دادئ چي :
موسى بن عقبه تابعي رحمه الله فرمايي چي: ان ابابکر وعمر وعثمان کانوا ينهون عن القراءة مع الامام ( مسند عبدالرزاق جلد ٢ صفحه ١٣٩) ….. ترجمه : ابوبکر صديق رضى الله عنه . عمر رضى الله عنه او عثمان رضى الله عنه به د قرائت خلف الامام نه منع کوله.
عمر رضى الله عنه فرمايي چي : وددت ان الذي يقرء خلف الامام في فيه حجر (مسند عبدالرزاق جلد ٢ صفحه ١٣٨، موطا امام محمد صفحه ٩٨، عمدة القار جلد ٦ صفحه ١٣) ….. ترجمه: څوک چي په امام پيسي قرائت وايي زما زړه غواړي چي د ده په خوله کي کانړى وي.