کور / خبرتیا او پيغامونه / د شهید د ورځې درناوی که سپكاوئ؟

د شهید د ورځې درناوی که سپكاوئ؟

جرمني د هیورت ښــــــارګوټـــی
د ۲۰۱۳ ز کال د سپتمبر لسمه
د معمول له مخې بېلابېلو هېوادونو کې په خپل وار سره د ملي او دیني ارزښتنو د درناوي په ویاړ د وخت د غوښتنو سره سم یو لړ ځانګړي مراسم تر سره کیږی ، او ددغه مراسمو د تر سره کولو لپاره د هېواد حالت ته په کتو او د ولسونو د غوښتنو په پام کې نیولو سره خپلې خپلې برنامې پلې کیږي . خو د څه د پاسه درې لسیزو کې افغان بې وزله ولس د بېلابېلو ناتارونو او غمیزو د حلاجۍ په لړونو کې داسې وزبېښل شو ، چې د خپلو ملي ویاړونو لمانځنې یې د محدودو غونډو په جوړولو کې راونغښتل شوې .
د هغه هېوادوالو په یاد ، چې ځانونه یې د هېوادنۍ میني په سمندر کې د یو مقدس ملي ارمان لپاره لاهو کړل او له منځه ولاړل . میندې یې بوري ، مېرمنې یې کونډې اولادونه یې یتیمان او خپلوان یې د غم په ټغر پاته شول ، د شهید په نامه د یوې ورځې یاد کوم بد کار نه دی ،خو ددغه نېټې درناوی هغه وخت په سپکاوي واووښت کله چې ، د جنګسالار مسعود د مرګ د ورځې سره یې سمون وخوړ . خو بیا هم تمه کېده ،چې دا نېټه دې د ملي یوالي سره د مرستې په موخه په خپل ځای پاتې او ډېری هېوادوال چوپه خوله پاته شول .
د رښتینو شهیدانو د هیلو پوره کېدو لپاره ، ژوندو ته پکارو وه ، چې د هېواد د ملي شتمنیو د لوټولو پر ځای د خپلو لیکو څخه یې د شهیدان شوو ملګرو د یتیمانو په سر د محبت او خواږوګۍ لاس کش کړای وایي . تر څو دغه یتیمانو د خپلې ټولنې هغه ویاړنې ، چې پلارونو یې د سر په بدله کې خلکو ته پرېښي وي ، د ځان ګڼلی وایي . اوهمدا رنګه په هېواد کې میشتو ورونو قومونو یو بل ته د بل هر وخت لازیات د ورورۍ او محبت لاس ورکړای وایي . خو داسې ونه شول ، د تړلو درواز و تر شا د هېواد د اصلي بچیانو مېړانه او سرښندنه هېره شوه ، حرفوي غلو او چپاول ګرانو ته د نامشروع جوړجاړي له مخې د شهادت مرتبه هم د سوداګرۍ په تله کې داوطلبۍ ته کېښودل شوه . طبیعي خبره ده ، چې وړونکی یې هم باید هغه څوک وي ، چې د نړیوالو د ډالرو دروازې ورته پرانیستل شوي وي . ددې پرځای چې د ټول افغان ملت په وړاندې د یوداسې مصنوعي لقب په تر لاسه کولو سره یې شکرانه ادا کړي