کور / خبرتیا او پيغامونه / د ختیځې سيمې لیکوالو او ژورنالېستانو پيغام

د ختیځې سيمې لیکوالو او ژورنالېستانو پيغام

پر ژوندون ټلویزون د برید له کبله د ختیزې سیمې،لیکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې پیغام
په ژورنالیزم کې یو اصل دا دی چې ژورنالیزم هیڅ مهال د چا پر شخصي حریم او شخصیت تېری نه کوي، خو هر ناوړه عمل که د هر چا له خوا وي هغه غندي، د وږي پر اتلسمه پر ژوندون ټلویزیون د یو شمېر ټوپکوالو لخوا برید وشو، ویل کیږي چې دغه برید کوونکو د ازادۍ د اتلانو انځورونه څیرلي او ( ستر غازي امان الله خان ، احمد شاه بابا او میرویس خان نیکه …) ته يې کنځلي کړي دي .
د ختیځې سیمې لیکوالو او ژورنالستانو خپلواکه ټولنه پر رسنیو دغه ډول برید پر ژورنالیزم برید بولي او خپلو ملي مشرانو ته د سپکاوي غندنه کوي، هر هغه څوک چې پر ژورنالستیکو ادارو دغه ډول بریدونه کوي، دا د هېواد قانون ته سپکاوی بولي او هر هغه څوک، چې له ژورنالېزم نه د سمتي، ژبنیو او مذهبي تعصبونو لپاره ګټه اخلي، پر شخصي حریم تېری کوي، دا هم د ژورنالېزم له مسلک سره یو زیاتی ګڼي.
ژورنالېست او ژورنالېزم د یو هېواد قوانینو ته ژمن وي، هره رسنۍ باید ژورنالستیک اخلاق وساتي، د ژوندون ټلویزیون د حقایقو په راسپړلو کې ونډه اخستې، دا چې څوک په دې هېنداره کې خپله څېره څنګه ګوري دا قضاوت په خپله د همغه شخص یا کړۍ پورې مربو‌طېږي، موږ د خپلو شخصي بدبینیو، کرکو او تعصباتو پر بنسټ پر ژورنالستیکو ادارو بریدونه په کلکه غندو او غوښتنه کوو چې دغه برید کوونکي باید د قانون له مخې د عمل پر سزا ورسول شي.
له رسنیو څخه مو هم هیله او غوښتنه دا ده چې خپل مسلکي رسالت په پام کې ونیسي او د ژورنالستیکو اخلاقو پر بنسټ چلند وکړي.
د ختیځې سيمې لیکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه