پر ژوندون ټلويزيون وسلوال بريد .
په افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) په کابل ښارکی د شهید د ورځې په مناسبت يو شمیر کسانولخواپر ژوندون ټلويزيون وسلوال برید کول په سختو ټکو غندي.
د ژوندون ټلويزيون مسوولين وايي چې په بريد کې چاته زيان نه دى اوښتى، خو ځينو وسله والو هڅه کوله چې د ژوندون ټلويزيون ودانۍ ته ننوځي، چې د ټلويزيون ساتونکو او پوليسو يې مخه ونیوله.
د سفماافغانستان مشر بومیا دهیواد په کچه دغه ډول کړنې په سختو ټکو غندي او دحکومت له امنيتي ارګانونونه غواړي ،چه هغه کسان ، چې د ژوندون ټلويزيون پر ودانی یی برید کړی بايد ونیول شي او دقانون منګولو ته وسپارل شي ترڅو دبيا لپاره دتاوتريخوالي نه ډکی اوداسی ناوړه پيښی تکرار نشي.
افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) باور لری ، که چيرې دافغانستان اسلامی جمهوری دولت لخوا دتاوتريخوالي دکونکو پرضد قانون پلی کړي نو هیڅوک به درسنیو اومطبوعاتو پرضد په تاوتريخوالي لاس پوری نه کړی.
په درنښت
محمد ضیا بومیا
په افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) مشر