کور / تازه خبرونه / داطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين د يو مليون ډالرو په اختلاس تورن سو

داطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين د يو مليون ډالرو په اختلاس تورن سو

د ډايلي بيست په نامه يوې ورځپاڼي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سيدمخدوم رهين د يو مليون ډالرو په اختلاس تورن کړی دی.په دې اړه خپاره سوي راپور کي راغلي دي چي د يونسکو لخوا د افغانستان د تاريخي اثارو د ساتني او پاملرني په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره مرسته سوي پيسې سيد مخدوم رهين خپل شخصي اکونټ ته اړولي وې او د وخت په تيرېدو يې شخصي ګټه ترې اخستې ده.
سيد مخدون رهين دغه تورونه رد کړي دي او وايي چي دغه پيسې يې دده په وينا حيف و مايل کړي نه دي ، بلکي په مناسبونو چارو کي خرڅي کړيدي.