کور / تازه خبرونه / وردګ : ٥ وسله وال نيول سوي او ٥ نورو ته مرګ ژوبله اوښتې

وردګ : ٥ وسله وال نيول سوي او ٥ نورو ته مرګ ژوبله اوښتې

په میدان وردګو ولایت کې تېره ورځ د بېلابېلو عملیاتو او پېښو په ترڅ کې پنځه
وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
د میدان وردګو ولایت په سیداباد،نرخ او جغتو ولسوالیو کې د بېلابېلو
عملیاتو او پېښو به ترڅ کې د یو طالب قوماندان په ګډون دوه تنه وژل
شوي،درې ټپیان دي او پنځه له یوه اندازه مهماتو سره یو ځای ژوندي نیول
شوي دي .
د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان چې جلالي نومیږي،تېره شپه د
سیداباد ولسوالۍ د تنګي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی
دی،همدا راز د دغه ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې دوه وسله وال طالبان له
یو موټرسایکل او یوې ایکم مخابرې سره یوځای ژوندي نیول شوي،چې دغه وسله
والو د ماین په کېښودلو او په اکمالاتي قطارونو وخت ناوخت بریدونو کې لاس
درلود،په همدې حال کې د سیداباد په اوتري سیمه کې یو وسله وال طالب د
امنیتي ځواکونو د نښتې پرمهال ټپي شوی دی.
بلخوا د نرخ ولسوالۍ په درمندیانو سیمه کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په
ترڅ کې درې وسله وال طالبان له یوه اندازه مهماتو سره یوځای ژوندي
د يادوني وړ ده چي د حکومت د دې ادعا په اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.