کور / تازه خبرونه / افغانستان فوټبال لوبډلي نيپال ته ماته وركړه

افغانستان فوټبال لوبډلي نيپال ته ماته وركړه

افغانستان فوټبال لوبډلي نيپال ته په ماته وركولوسره وروستۍ لوبي ته لاره پيدا كړه .
د فوټبال د اتو اسيايي هيوادونو تر منځ د چلينج كپ په سياليو كي افغانستان نن نيپال ته په يوه ګول وركولو سره ماته وركړه .
دغه سيالي چي په نيپال كي پيل سوي د اتو اسيايي هيوادونو فوټبال لوبدلو برخه پكښي اخيستي وه .
چي نن افغانستان فوټبال لوبدله د نيپال سره د افغانستان پر وخت د ماځيګر پر ۱۵ : ۵ د لوبي ډګر ته ودانګل او يوه په زړه پوري لوبه يې تر سره كړه .
لوبه له پيله خورا توده روانه وه چي په يولسمه دقيقه كي افغان لوبغاړي سنجر احمدي يو په وړه پوري ګول تر سره .
نيپالانو ډيره هڅه وكړه چي لوبه خپل په ګټه پاى ته ورسوي خو د افغان ګول ساتوونكي ، دفاع او قوي لوبغاړو له خپله ګوله خورا سخته دفاع وكړه او لوبه يو د صفر په مقابل كي د افغان فوټبال لوبډلي په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه لوبي ته شاوخوا ۲۵ زره ننداره كوونكي ورغلي چي زيات يې د نيپال ننداره كوونكي وه .
افغانستان له دې مخكي له بوتان او سريلانكا څخه لوبي ګټلي او د مالديف سره يې لوبه برابره كړي وه .
سبا دوشنبه به مالديف او هند فوټبال لوبدله د وروستي لوبي له پاره خپل بختونه ازمويي او ګټلي فوټبال لوبډله به د افغانستان سره ددې سياليو وروستيو لوبه ترسره كړي .