په میدان ښار کې د موټر بم چاودنې په ترڅ کې د شپږو ځانمرګو بریدګرو په ګډون یوڅلوېښت تنو ته مرګ ژوبله واوښته
نن (یکشنبه) ماپښین شاوخوا یوه بجه او پنخلس دقیقې د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې ملي امنیت ریاست ودانۍ ته څېرمه شپږ تنو ځانمرګو برید کوونکو چې یو تن یې د یوه ټونس ډوله موټر په وسیله برید ترسره کړ او پنځو نورو چې غوښتل یې په ولایت مقام او ځیني نورو ودانیو باندې بریدونه ترسره کړي،له بریدونو وړاندې د ملي امنیت ریاست د سرتېرو لخوا وژل شوي دي .
همدا راز په دغه پېښه کې څلور د ملي امنیت سرتېرې هم وژل سوي او عامه ساتني يو عسکر ټپي سوى دئ ..
په دغه پېښه کې چاودنې ته څېرمه او نږدې دولتي ودانیو کې دېرش ملکي وګړې ټپیان شوي هم دي،چې د زیات شمیر ټپیانو روغتیایي وضعه د ډاډ وړ ده .
په یاده پېښه کې د مرکز زیات شمیر تعمیرونو ته هم زیان اوښتی دی .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی چې دپېښې پرمهال د دغه ولایت د سولې په شورا کې د شهیدانو اونۍ د لمانځنې په تدابیرې غونډه کې بوخت وو،دغه برید په کلکو ټکو سره غندي .