د جلریز ولسوالۍ اجرائیه مدیر د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل سو.
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ اجرائیه مدیر ظفرخان تېره ورځ د سیداباد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا وژل سوى دئ.
نوموړی چې له تېرو لسو کلونو څخه یې په جلریز ولسوالۍ کې د اجرائیه مدیر په حیث دنده اجرا کوله،د پنجشبنې په ورځ خپل پلارني کلي سیداباد ولسوالۍ تنګي ته د تګ پرمهال نا معلومو وسله والو کسانو له ځآن سره تر وړلو وروسته د جمعې په ورځ وژلى،چې جسد یې بیا د سیداباد ولسوالۍ د تنګي سیمې ته څېرمه د سړک پر غاړې اچولی وو.
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.