کور / تازه خبرونه / د بست لوبډلي اتلولي ولمانځل سوه

د بست لوبډلي اتلولي ولمانځل سوه

په کندهار ولایت کي نن د بست لوبډلي راتګ ته هرکلی وویل سو او د ولسي خلکو ترڅنګ دولتي ادارې لخوا هم ددغي اتلولۍ ستاینه وسوه او په همدې مناسبت یاده کرکیټ لوبډله نن ولایت مقام ته د میلمستیا لپاره رابلل سوې وه.

کندهار والي د بست په نوم له سهیلي ولایتونو متشکلي کرکیټ لوبډلي ته د دوی د زیار او د افغانستان د زونونو تر منځ د سیالیو د اتلولي د ګټلو په خاطر ستاینه وکړه او ورته یې ستاینلیک ورکړی.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توریالي ویسا نن د ولایت مقام د غونډو په تالار کي د بست کرکیټ لوبډلي سره د نژدې وکتل او یادي لوبډلي ته يې د یوې میلمستیا په ترڅ کي د مبارکی تر څنګ ددوی ټولي هغه هڅي او بریاوي چي د افغانستان په کچه یې د کرکیټ په برخه کي درلودلي دي وستایلې.

ښاغلي ویسا وویل چي دا د ویاړ ځای دۍ چي له سهیلي ولایتونو په خاصه توګه بیا د کندهار ولایت لوبغاړي د کرکیټ په برخه کي په ټول افغانستان کی ځلیږي او د هغه درې ورځنیو سیالیو اتلولي ګټي چي په لومړي ځل په افغانستان کي تر سره کیږي.

د والي سره په لیدنه کي د کندهار د کرکیټ امر مسعود رحماني او د بست لوبډلي لوبغاړو وویل چي ورسره هر واري د مور او میرې چلند کیږي او د نورو وختونو په څیر په دغه ټورنمینټ کي هم څه چي لازم دي ددغه زون د کرکیټ لوبډلي سره نه دي سوي او هغه امتیازات چي د بست لوبډلي ته باید ورکړل سوي وای نه دي ورکړل سوي.

دوی زیاته کړه چي د بست لوبډله او ددغي لوبډلي ټول لوبغاړي تر نورو لوبغاړو ښه وځلېدل او د سیالیو لومړی مقام یې خپل کړ خو تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ لخوا ددوی د تشویق په موخه نه کوم ځانګړی پروګرام جوړ سو او نه هم نور امتیازات ورته ورکړل سول.

د کندهار د کرکیټ امر مسعود رحماني پر ټولو تجارانو ږغ وکړی چي د لوبغاړو د تشویق کولو او ددوی د زخمت او هڅو د ستایلو په خاطر باید ددوی لپاره ځانګړي پروګرامونه پر مخ بوځي او باید د ټولو لوبغاړو سره مالي مرستي وکړي.

رحماني وویل چي د بست لوبډلي لوبغاړي د افغانستان په ملي ټیم کي د لوبي کولو وړتیا لري خو تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ لخوا څخه د بست لوبډلي څخه نه کوم لوبغاړي د نولس کلنو ټیم لپاره انتخاب سوی او نه هم د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته انتخاب سوی دۍ.

کندهار والي د بست لوبډلي ته وعده ورکړه چي د افغانستان د کرکیټ بورډ د لوړ پوړو چارواکو سره به ددوی د حق په اړه خبري کوي او د هغه چا مخه به نیسي چي د کندهار حق په نورو ولایتونو خوري.

هغه دغه راز زیاته کړه چي ولایت مقام به د ټولو ملي تجارانو سره ستاسو د زخمت او هلو ځلو ستاینه کوي او تر وسه وسه به ستاسي په خدمت کي ولاړ وي.

د يادوني وړ ده چي بست زون تر دې وړاندي د افغانستان د زونونو اتلولي، د شل اووريزو لوبو ټورنامينټ، د يو ورځنيو سايلو کپ او ورته نوري اتلولۍ هم ګټلي دي، خو لا يې هم په ملي ټيم کي د لوبېدونکو لوبغاړو ګډون خورا پيکه دى.