دکندهار ولايت د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي د ولايت مقام د رسنيو په دفتر کي خبريالانو ته وويل، چي ملي پوليسو تېره اوونۍ د خپلواکو او ګډو چاڼيزو عملياتو پر مهال (۳) تنه وسله وال وژلي، (۵)تنه يې زخمي کړي ، ١٥ وسله وال ئې د يوشمېر وسلو او مهماتو سره يوځاى نيولي.
د اطرافي په وينا د تېري اوونۍ په عملياتو کي (٣) تنه د جينايي پېښو په تور نيول سوي، چي ياد درې کسان يې د موټرانو د غلا په تور نيولي دي.