کور / تازه خبرونه / ميوند : يوه هاوان د يوې کورنۍ غړي ټپيان کړي

ميوند : يوه هاوان د يوې کورنۍ غړي ټپيان کړي

د کندهار ولايت په ميوند اولسوالۍ کي پر يوه کور هوان ليګېدلى چي په پايله کي ئې د يوې کورنۍ ٨ غړي ټپيان سوي .
ياده پېښه د پنجشنبې په ورځ د دې ولايت په شاغاسي سيمه کي رامنځ ته سوې
که څه هم په دې اړه تر اوسه نه ده څرګنده سوې چي دا هاوان د چا له لوري توغول سوى وو خو د کندهار ولايت مقام له لوري په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دا کار د وسله والو طالبانو دئ خو د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.