کور / تازه خبرونه / په پېښور کې ښوونيز کال پېل شو.

په پېښور کې ښوونيز کال پېل شو.

پېښور:په پېښور کې د افغان کډوالو ښوونيز کال د يوې غونډې د جوړولو وروسته پېل شو. دا غونډه د پېښور په سلطان شهاب الدين غوري په ليسه کې جوړه چې په کې په پېښور کې د ښوونې او روزنې رييس عبدالغني هدايت، په پېښور کې د افغان ښوونځيو د شورا رييس امان الله نصرت او د ټولو افغان ليسو مديرانو برخه واخيسته. لومړۍ غونډه د قرآن پاک د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پېل شوه. ورپسې د بې کورۍ په شپو ورځو کې د افغان ځوانانو د سالمې روزنې په اړه استاذانو ته سپارښتنې وشوې. د غونډې ويناوالو په ستونزمنو حالاتو کې د افغان اولادونو روزنې ته دوام ورکول د ستاينې وړ وبلل. د ليسو مديران او استاذان يې د افغان بچيانو د راتلونکي په اړه خپلو مسؤليتونو ته متوجه کړل.