شخصی تقلید له کوم وخت نه شروع سو؟
د اصحابو او تابعینو په زمانه کي هم ځیني خلک د شخصي تقلید پابند وه او صرف یو عالم یې خپل مقتدا ګرځولی و او په ټولو اختلافي مسائلو کي به یې د هغوی مذهب راجح ګڼه او عمي یې ورباندي کاوه محدث الهند حضرت شاه ولي الله رحمه الله په حجة البالغه کي لیکي:
(اختلف فی کثیر من الاحکام واتبعه فی ذالک اصحابه من اهل مکة)
یعني کله چي حضرت ابن عباس په مکه کي هستوګن سو نو په ډیرو مسائلو کي د نورو اصحابو خلاف وکړ او د مکې ډیرو اوسیدونکو د حضرت ابن عباس رضی الله عنه قول مرجح وګڼئ او د هغه په فتوی یې عمل وکړ. د اختلاف په محل کي د ابن عباس رضی الله عنه قول ته ترجیح ورکول او د هغه په فتوی عمل کوم همدغه شخصی تقلید دی.
همدغه راز په حجت الله کی فرمایي:
(وکان ابراهیم واصحابه یرون ابن مسعود و اصحابه اثبت الناس فی الفقه)
یعني حضرت ابراهیم نخعي او د هغوی شاګردانو حضرت عبدالله بن مسعود او د هغه شاګردان په فقه کي اثبت الناس ګڼل.
په اختلافی مسائلو کي به یې د هغوی قول ته ترجیح ورکوله او شخصي تقلید له دینه زیات مفهوم نلري.
او په ابوداود مجتبایي صفحه ۶۸ کي دي.
(عن عمرو ابن میمون قال قدم علینا معاذ بالیمن رسول رسول الله صلی الله علیه وسلم الی قوله فالقیت محبتی علیه فما فارقته حتی دفنته بالشام میتا ثم نظرت الی افقه الناس بعد فاتیت ابن مسعود رضی الله عنه فلزمته حتی مات (الحدیث)
حاصل داچی تقلید د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له زمانی نه د هغه په حکم شروع سوی دی او بیا په اصحابو کي همیشه پاته سو. ځینو اشخاصو د مطلق تقلید څخه کار واخیسته او ځینو له شخصي تقلید څخه.