د حاجي فضلي شهادت ستره ضایعه ده
د جهادي او قومي مشرحاجي مقبل فضلي شهادت خبر دردونکی و، سخت یې خواشینی کړم، ځکه د حاجي فضلي مړینه یوازې د ده کورنۍ، خپلوانو، خواخوږو او ملګرو، نه بلکې موږ ټول افغان ملت ته یوه ستره ضایعه ده، داسې ضایعه چې جبران یې په پېړیو کې هم نه شي کېدلی، ځکه د همدغو هوښیارو او ځیرکو مشرانو په سلا او ګډه مرسته کولی شوافغانستان له اوسمهاله ستونزمن حالت او پړاوو څخه په بریالیتوب را وباسو.
له همدې امله د افغان او افغانستان دښمنان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د حاجي فضلي په څېر په هېواد او ولس مین قومي مخور او مشران هدف ګرځوي او شهیدوي یې.
حاجي مقبل فضلي د پکتیا اوسېدونکی ، پخوانی جهادي او قومي مشر وو، هغه ډېر روښانه انسان وو، په سیمه کې یې خلک زده کړې او سوله ییز ژوند ته هڅول، همدغه شیبه هم نوموړی د کلي له ښوونځي څخه کور ته ستنېده چې د هېواد دښمنانو پرې مرګونی برید وکړ او شهید یې کړ. شهید مقبل فضلي د جرګو، څلو، مرکو او نرخونو سړی وو، نوموړي د خپلې پوهې او وړتیا له برکته د سیمې ډېرې لویې او وړې شخړې په ډېره ښه توګه هوارې کړې وي.
د ښاغلي حاجي مقبل فضلي په ویر کې د ده له کورنۍ سره ځان شریک بولم، د شهید فضلي ویر یوازې د ده د کورنۍ او خپلوانو نه بلکې زموږ ټولو ګډ ویر دی. د ستر څښتن له مهربان دربار ته د ارواښاد فضلي کورنۍ ته د دغه لوی غم د زغم او شهیدې اروا ته یې د فردوس جنت دعا کوم. ستر څښتن تعالی دې پرې ولورېږي.
انا لله و انا الیه راجعون