د وردګو ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د عملياتو په ترڅ کي دوه وسله وال وژل سوي.
په دې اړه د دې ولايت د ولايت مقام څخه لراوبر ته يوه خبرپاڼه رالېږل سوې چي پکښي د يادو کسانو د وژني پخلى سوى او همدا ډول ليکي چي ياد کسان د ګډو ځواکونو په عملياتو کي چي د چلرېز اولسوالۍ اړوند د راشک په غره کي ترسره سوي، وژل سوي او د هغوى يوشمېر وسلې او مهمات د دولت لور ته په لاس ورغلي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.